اقتصادمقالې او تبصرې

ګرځندوی صنعت افغانستان په پښو درولی شي

د نننۍ نړۍ د اقتصاد او پیاوړتیا دلایل ډېر نفت، کرنیزې ځمکې او مالداري نه شي کېدای. د اوسنۍ نړۍ غوښتنې او د اقتصاد غوړونې لارې  نورې دي. ښایي تاسو اورېدلي وي چې پلانکی هېواد خو ښې کرنیزې ځمکې لري، پلانکی خو پرېمانه تېل لري او هغه  بل خو هر کال میلیونه څاروي نورو هېوادونو ته صادروي؛ نو دا هېوادونه ولې غریب دي او یا یې اقتصاد له  نورو هېوادونو سره د سیالۍ نه دی؟ مبالغه به نه وي، خو اټکل دی چې زموږ او ستاسو په ژوند کې به پر نفتو ویاړمن او مغرور هېوادونه په بې وزلو هیوادونو بدل شي. دلیل یې دا دی چې نړۍ د انرژۍ پر بدیلو لارو فکر کوي او اوس ځنګلونه، غرونه او ډېرې ځمکې د غوره اقتصاد فکټورونه بیخي نه دي. دا مقدماتي بحث مو د ګرځندوی صنعت د ودې، غوړېدنې او په اوسنۍ نړې کې د اهمیت په پار راواخیست.

د ګرځندوی نړیوال سازمان ګرځندوی داسې  تعریفوي: (( هغه  څوک چې یوه شپه  ورځ له  خپل اصلي استوګنځایه وخوځېږي او بل ځای ته د ساعتېرۍ، ګټې، سوداګرۍ، زده کړو او یا کومې بلې موخې په پار ولاړ  شي. ))ګرځندوی څو ډولونه لري، چې معمول یې دوه؛ کورني او بهرني ګرځندويان دي. د ګرځندوی لپاره دا شرط نه دی، چې ګرځندوی دې یوازې نورو هېوادونو ته په  سفر ووځي او حتی له یوې لویې وچې بلې ته ولاړ شي؛ بلکې هماغه وخت هم تورېست ګڼل کېږي چې له  خپل ولایت او سیمې یوې داسې سیمې او یا ولایت ته ولاړ شي چې مخکې دې نه وي لیدلي او موخه دې ساعتېرۍ او یا هم ګټه  وټه وي.

د سپټمبــر ۲۷مــه د ملـګــرو ملتــونــو له لــوري د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه چې دا ورځ د لومړي ځل لپاره  د ګرځندوی نړیوال سازمان له خوا په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې پر دې  نامه ونومول شوه. د دغې ورځې له نمانځنې څخه عمده موخه، د ګرځندوی په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د دې ټکي څرګندويي ده چې ګرځندوی د نړۍ په کچه د خلکو په ټولنیز، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي ژوند څومره اغېزه کولی شي.

د ګرځندوی ګټه څه ده؟

ګرځندوی نه یوازې یوه  هېواد ته په اقتصادي لحاظ ګټه رسوي، بلکې د هغه هېواد له  هویت، هڅوب او ژبې سره هم نالیدونکي بلدوي. د بېلګې  په ډول، یو څوک افغانستان ته راځي، نو دی به ډېر  زده  کړي چې افغانستان یعنې کوم ډول هیواد، افغان یعنې څوک؟ پښتو، ژبه او که  قانون؟ او د افغان انسان  ارزښتونه، مېلمه پالنه او د بشرپالنې حس او نور… . له دې وراخوا د یوه چا د اند او لیدلوري د بشپړ بدلانه لامل هم کېدای شي. د بېلګې  په ډول یې درته  وایم. یو څوک افغانستان  ناامن او خلک یې  ځېږه، جنګجو او بربر یادوي. ته راځي او ګوري چې زما په  ذهن کې زما تر راتلو وړاندې افغانستان څنګه و او اوسنی افغانستان  څنګه دی؟

اقتصادي ګټه:

د توریزم صنعت په نړیواله ډلبندۍ کې د نفتو، موټر جوړولو وروسته د  زیات عاید لرونکي صنعت په کتار کې درېیم ځای لري. په  اوسنۍ نړۍ  کې تورېزم د اقتصاد د یوې بنسټیزې پایې او د یوه باثباته فکټور په توګه یادېږي او اهمیت یې ورځ  پر ورځ  زیاتېږي.

وړم کال نږدې  یو میلیارد تنو توریستانو له  بېلابېلو سیمو لیدنه کړې وه چې په دې  ترتیب  د نړۍ هر لسم وګړی  ګرځندوی دی.  نن سبا د نړۍ ډېری هېوادونه هڅه  کوي چې د توریستانو د جذب  لپاره پر بېلابېلو لارو چارو غور وکړي او د خپلو ګرځندویانو د جذب لپاره له ښو څخه ښه کارونه ترسره کړي.

نن سبا په نړۍ کې امریکا د ډېرو ګرځندویانو د درلودلو له  مخې په لومړي مقام کې ده. امریکا په منځنی ډول د کال ۲۱۰ میلیارده ډالر له  ګرځندوی صنعت څخه ترلاسه کوي. همداشان هسپانیا د ۶۸ میلیارده ډالرو په درلودلو دویم، فرانسه  د ۶۰ میلیارده ډالرو په اخیستلو سره  درېیم، ټایلنډ د څلورم مقام په درلودلو سره ۵۷ میلیارده او برېتانیا د ۵۱ میلیارده  ډالرو په لرلو سره په پنځم مقام کې ځای لري.

ترکیه د ۲۲ میلیارده کلنیو عایداتو په درلودولو سره په یاد نوملړ کې ۱۲ ځای لري. د رسمي شمېرو له مخې دوی یوازې د مولانا له مزار څخه چې په قونیه  کې  موقیعت لري، له دوه میلیاده ډالرو ډېر عاید لاسته راوړي او د بدبختۍ ځای دا دی،چې زموږ پر سړیو دوی ګټه کوي. د ایران یو برېښنایي پاڼه وایي چې ایران په یوه کال کې له خپلو نفتو دومره ګټه نه لري، لکه څومره چې یې د حافظ، سعدي، فردوسي او نورو له زیارتونو څخه لري.

په افغانستان  کې د ګرځندوی د صنعت حالت

افغانستان لرغونی تاریخ او د پام وړ تاریخي او لرغوني میراثونه لري. همداشان د هېواد طبیعي منظرې د لویو مشاهیرو مړستونونه او همدارنګه د بودا د زمانې  د اثارو په لرلو سره  د ډېرو ګرځندویانو د جذب  ظرفیت لري؛ خو بدبختانه چې لسیزو کورنیو جګړو د بل هر ارزښت په څېر بدمرغې جګړې د ګرځندوی صنعت هم له موږ وتروړه. افغانستان تر کورنیو جګړو وړاندې په سیمه کې د ګرځندویانو له اړخه په لومړیو هیوادونو کې شمېرل کېده، خو د تورېزم د ادارې په لرلو او له ګرځندوی نړیوال سازمان سره د غړیتوب باوجود مو ګرځندوی صنعت ته هومره کار ونه  کړ، څومره چې په  کار وه. اوس چې الحمدالله  جګړه نشته، هیواد سرتاسر  امن دی؛ نو خورا ښه  فرصت برابر شوی چې دا  صنعت یو ځلې بیا راژوندی کړو او وده ورکړو. د اسلامي امارت په  راتګ سره د ګرځندویانو په شمېر کې خورا ښه والی راغلی او ستر دلیل یې په  هیواد کې سوله  ده،خو په دې شمېر اکتفا په کار نه ده. موږ ته لا هم ډېر مزل پاتې چې د منزل ماڼۍ ته ورسوو. یاده دې شي چې لا هم اوازې او پروپاګندې په لوړه کچه دي او همدا ورانپوهاوی دی چې لا هم افغانستان ته ډېری ګرځندویان زړه نه ښه کوي. تاسو په ویبپاڼو کې وګورئ چې لا هم افغانستان  ناامن ښودل کېږي، ګواښونه په لوړه کچه  ښیي، د ترهګریزو پېښو پر شونتیا باوري دي او حتی لیکي چې پلازمېنه خو څه کوې چې د کابل هوایي ډګر هم محفوظ نه دی.

خالد روښان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button