
ټولنه او کلتور
کونړ سږ کال کوچني اختر کې د نږدې ۳۰ زره ګرځندویانو کوربه و
د کوچني اختر په شپو ورځو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۳۰ زره سیلانیانو د کونړ له طبیعي ښکلاګانو څخه لیدنه کړې ده.
د کوچني اختر په شپو ورځو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۳۰ زره سیلانیانو د کونړ له طبیعي ښکلاګانو څخه لیدنه کړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي منیب الله شاکر باختر آژانس ته وویل، چې شاوخوا ۳۰ زره سیلانیان د اختر په دې شپو ورځو کې د نورو ولایتونو نه کونړ ته راغلي او تر خپله وسه یې د سیلانیانو لپاره آسانتیاوې برابرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې هڅه کوي د سیلاتیانو پر وړاندې شته ستونزې هوارې او ورته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.