ټولنه او کلتور

کوم کسان زیاتره په نیشه توکو روږدي کېږي ؟

8 / 100

نیشه د انساني ژوند له اصولو او فرنیسب سره یوضد او مغایرعمل ګڼل کېږي، ځکه روږدی کس په تدریج سره د خپل ځان قاتلان جوړېږي او افغانستان د تېر جمهوریت په مهال داسې یو هېواد و، چې فردي عملکرد که به د چا په ګټه و یا زیان د دموکراسي تر نامه لاندې یې بشپړه آزادي درلوده، څه چې چا کول چا یې مخه نه نیوله، موږ لیدل چې نیشیان به په خوسا اوتعفني ځایونو کې په خپلو نیشو کې ډوب پراته ول؛ د غلا او بلې ناروا لارې به یې پیسې پیدا کولې او د پوډرو د پېر او پلور بازار یې په خپلو پنډغال ځایونو کې د وخت د حکومت ترغټو سترګو لاندې فعال ساتلی و او چا یې پروا هم نه درلوده، ځکه اوبه له سر ورخ څخه خړې وې. د کوکنارو کرکېله آزاده وه او له هغه څخه د جوړو شویو نیشه توکو استعمال جرم نه ګڼل کېده؛ سوداګري او قاچاق یې د سیالۍ او آزاد رقابت په ډګر داسې آزاد پرېښودل شوي، چې د متقاضي نیشیانو په لاسرسي کې هیڅ ممانعت نه و موجود، په داسې حال کې چې د نورو نیشو تر منځ د پوډرو نیشه یو کلک جرمي عمل ثابت شوی، ځکه نورې نېشې د انسان بدن ته یو څه وخت ورکوي، خو پوډر یې له دوه درې ځلې استعمال وروسته داسې په غم ککړوي چې سم دم یې له ژوند څخه بېزاره  کوي.
زموږ خبره په دغه ټکي را تکیه وه چې کوم کسان زیاتره په نیشه‌یی توکو، له نورو دمخه روږدي کېږي او ولې روږدي کېږي؟
ځواب ساده دی؛ په لومړي ګام کې هغه کسان چې کورنۍ تربیه یې کمزورې وي او له جرایمو د مخنیوي څوک یې نه وي. په دویم ګام کې د دوی په اصطلاح د خوږو او په نیشه توکو د روږیوجاني ملګرو شتون دی، چې د دهٔ فارغ وختونه ورسره تېرېږي. څنګه چې د خوږو دوستانو تر منځ دا عمل ساري دی نو د روږدي کېدوچانس هم زیات وي. درېیم هغه کسان چې زیاتې پیسې ولري د نیشه‌یي توکو مافیا هڅه کوي په پیل کې هغه ته له میل او طبعې سره د سمو او موافقوغوښتنو د تابیا نیول دي، څو یې رنده مافیا په خپل غوړولي جال کې را ګیرکړي. څلورم هغه د مطلب کسان چې نېغ یې وژلو ته د چا وس نه رسېږي نو د نیشو له لارې په تدریج سره د مرګ زمینه ورته برابروي او پنځم هغه بدبخت کسان دي چې پخپله خوښه غواړي د نیشو د نړۍ په لورمخه کړي، خو هغه کسان باید تر ټولو لوړ مجرم وګڼل شي، چې د نورود اعتیاد سبب جوړېږي، ځکه دغه کسان هغه غیر مستقیم قاتلان دي، چې د نیشو له لارې د نورو وژلو ته مقدمه جوړوي که په دې اړه پراخه څېړنه وشي هر څه به د حقیقت پړاو ته وصل کېږي. له بل پلوه د تېر جمهوریت لویه بې غوري دا وه چې د نشیانو په پنډغال ځایونو کې یې استخبارتي فعالیت نه درلود، ځکه د یوې ورځې زحمت په ترڅ له وړوکي سوداګر څخه تر لوی مافیایي پورې ټول مجرمین پیدا کېدل، خو دوی ځانته دا زحمت نه ورکاوه، همدا وجه وه چې د کنټرولي فعالیت د نشتوالي له امله پنډغال ځایونه د نیشه‌یي توکو د پېر او پلور په ډاډه مرکزونو اوښتي ول او په رڼو سترګو به لیدل کېدل، چې له جیبونو به یې د پوډرو پوڼۍ را وتلې او په پیسو به تبادله کېدې.
دا څرګنده ده چې د نیشه‌‌یی توکواستعمالونکي تل علیل اوذلیل وي او کمزوري کسان نشي کولای له خپلوګټو او ارزښتونو دفاع وکړي، همدا وجه ده چې د اعتیاد له تکتیک څخه په جنګونو کې هم کاراخیستل شوی دی. جاپان یو وخت غوښتل چې چینایان علیل ذلیل اوکمزوري کړي، نو یې دغه هېواد ته د تریاکوصادارت پیل کړل او چینایان هم پرته له دې چې د تریاکو په اضرارو وپوهېږي، له یوې مخې په تریاکو روږدي اومعتاد شول، خو کله یې چې اضرارو ته ورپام شو نو شل زره بکسه تریاک یې د هانګ کانګ په بندرکې ونیول او سندر ته یې وغورځول، چې جاپان دغه اقتصادي ضرر ته ټینګ نشو او جګړه یې پیل کړه، چې په نتیجه کې د هانګ کانګ بندر د چینایانو لخوا جاپان ته د تریاکو په تاوان کې ورکړل شو. کوکنارهغه خطرناک بوټی دی، چې په هر شکل او بڼه یې له محصولاتو ګټه پورته کول د انسان بدن ته زیان اړوي، د بدن حجرې کمزورې کوي او اراده ټکنۍ کوي.
په تېرجمهوریت کې به د ریډیکش (اړولو) په صورت کې بزګرانو ته د بدیل معیشت په عنوان څه پیسې ورکول کېدې چې دا د اړولو د جرم (!) په مقابل کې یو ډول ناغه وه؛ بزګرانو به هم فکر وکړ چې له دوی سره زیاتی شوی چې د دوی کښت اړول شوی نارې سورې به یې جګې کړې، چې که دوی کوکنار ونه کري نو اولادونه به یې له لوږې مړه شي. موږ دا نه وایو چې آیا د دوی د اولادونو مرګ او ژوند د کوکنارو په کرکېله پورې تړلی و؟ او که یې د امرار معاش نورې لارې هم درلودې؟
انصاف اوحق خو دا دی چې د کوکنارو کروندګرو ته د یوه تدریجي قاتل په سترګه وکتل شي، ځکه په لنډ تفسیر، دوی هغه کسان دي چې کوکنار کري له کوکنارو تریاک په لاس را ځي او له تریاکو پوډر او هروئین جوړېږي یا په بل عبارت هروئین هغه ماده ده چې استعمال یې د تدریجي مرګ سبب کېږي که مو په خپلو خبرو کې زیاتی کړی وي، د دوی په ځای د موږ محکمه شو، نو بیا څه وجه ده چې د بدیل معیشت ترعنوان لاندې له دوی سره خواخوږي ښکاره کېږي. جرم، جرم دی یا په بل عبارت جرم هغه ناوړه عمل دی، چې په هېڅ منطق د خواخوږۍ ابعاد نه ورته جوړېږي او که څوک په یوه او بل نامه د بښنې او نرمښت ابعاد ورته جوړوي دا به په دې مانا وي چې:
ترحم برفلنک تیز دندان، ستم کاری بود بر ګوسفندان

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button