
کومه ټولنه مثالي ده؟
له ډېرې پخوا راهيسي لوېديځوال او د هغوی له افکارو اغېزمن مسلمانان له بېلابېلو لارو داسې ګنګوسې خپروي، چې ګويا غربي ټولنه متمدنه او پرمختللې ده او اسلامي ټولنه وروسته پاتې ده.
له ډېرې پخوا راهيسي لوېديځوال او د هغوی له افکارو اغېزمن مسلمانان له بېلابېلو لارو داسې ګنګوسې خپروي، چې ګويا غربي ټولنه متمدنه او پرمختللې ده او اسلامي ټولنه وروسته پاتې ده.
او دا خبره هم کوي، چې د غربي ټولنې د پرمختګ لامل له مذهب او دين څخه آزادي او د اسلامي ټولنې د وروسته پاتې کېدو اساسي لامل په ټولو برخو کې د دين حاکميت او واکمني ده.
ځينې ساده زړي مسلمانان هم د دوی پر تشو شعارونو غولېدلي؛ خو په واقعيت کې دا خبره بيخي ناسمه ده. بلکې اسلام له بل هر مذهب او تګلارې زيات د يوې هوسا، پرمختللې او پر عدالت او انصاف د ولاړې ټولنې د رامنځته کېدو غوښتنه لري.
اسلامي ټولنه د نورو ټولنو په پرتله له امنيت، مساوات، عدالت او خوښيو ډکه ټولنه ده، کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ، د يوې ځانګړې او نېکمرغه ټولنې بنسټونه يې ورغول، له مکې مکرمې مهاجرو شويو او د مدينې منورې د اوسېدونکو انصارو ترمنځ يې د ورورګلوۍ (مواخاة) ايثار او غمخوارۍ داسې تاريخي تړون وکړ، چې تاريخ کې يې ساری نه موندل کېږي.
اسلامي ټولنه له نورو ټولنو څخه ډېرې ځانګړتياوې لري، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
لومړۍ: اسلامي ټولنه له مثالي امن څخه برخمنه ده. اسلام خپلو پيروانو ته داسې ښوونه کوي، چې کله له يو بل سره ملاقات کوي، بايد د سلام الفاظ ووايي، چې يو بل ته د امن مفهوم ليږدوي او داسې ژمنه کوي، چې ستا ځان، مال او عزت ته به زما له لوري کوم زيان نه رسېږي.
دوهمه: اسلامي ټولنه کې توپيري او تبعيضي چلند ځای نه لري، يعنې اسلامي ټولنه کې د وګړو ترمنځ د رنګ، قوم او ژبې له مخې توپير ځای نه لري او نه هم د مسئوليتونو وېش پر دې شيانو ولاړ دی، بلکې مسؤليتونه د صلاحيتونو او تقوا پر معيار وېشل کېږي، چې ښه بېلګه يې حضرت بلال حبشي رضي الله تعالی عنه ته د مکې مکرمې د فتحې په ورځ د اذان وياړ ورکول او په خندق غزا کې د حضرت سلمان فارسي رضي الله تعالی عنه مشوره منل دي.
درېيمه: اسلامي ټولنه له جرائمو پاکه ده، غيراسلامي ټولنې، چې يو وخت يې په ډېر وياړ سره د خلکو د ازادۍ شعارونه زمزمه کول، اوس د جرمي پېښو له زياتوالي په تنګ راغلي او د مخنيوي لپاره يې ډول-ډول قوانين جوړوي؛ خو د جرايمو په مخنيوي کې پاتې راغلي؛ بل لور ته اسلام خپلو پيروانو ته داسې قوانين وضع کړي، چې منونکې يې په هيڅ صورت کې ترې سرغړونه، نه کوي.
که په ښه غور او سليم عقل د اسلامي او غير اسلامي ټولنو ترمنځ پرتله وشي، په ډېره لوړ ه کچه اسلامي ټولنه له نورو ډېره پر عدالت او انصاف ولاړه ده او د پرمختګ، امنيت او هوسا ژوندانه لپاره خورا جامع او هر اړخيز اصول او نورمونه لري.