سرلیکنې

کورنی استحکام د هر بهرني ګواښ مخنیوی کولی شي!

 په دې کې شک نشته،چې کله ملت،حکومت او رعیت خپلو کې سره یو لاس او یو موټی وي، نظم او همغږي لري او خپل دوست او دښمن ښه پېژني،نو هېڅکله به یو بهرنی دښمن و نه کړی شي د دوی ترمنځ د ننوتلو لار ومومي، ځان ته پکې پټ دوستان او جاسوسان وپالي او د هغوی پرمټ بیا د یو بشپړ یرغل تابیا ونیسي چې بالآخره تر کلونو پورې د یاد هېواد اشغال کېدو لامل شي،خو مهمه ده چې د دغسې وحدت او یووالي راوستو لپاره کوم اسباب اړین دي او د یو ملت مشران په څه ډول کولی شي د خپلو ولسونو ترمنځ یوه داسې همغږي او همکاري ایجاد کړي چې بیا د هېڅ بهرني استخباراتي او غرضي دښمن ښکار نه شي. البته د زمانې اوسنیو پېچلو شرایطو ته په کتو یقیني ده چې دا وخت هېڅکله شونې نه ده چې کوم هېواد او ملت دې په کامله توګه له بهرنیو دسیسو او لاسوهنو خوندي وي، خو مطلوب دادی چې بهرنۍ مداخلې لږترلږ دومره کنټرول وي چې د هېواد عمومي امنیت او نظم اخلال نه کړی شي، حکومت یې نسکور او د پردیو تر اشغال لاندې را نه شي. مطلب دا چې د یو هېواد او خلکو همدومره نظم او یووالی بالکل کفایت کوي او دا هغه مهال ترلاسه کېدی شي چې حکومت کې عدالت او شفافیت وي. ځکه عدالت د حکومت لپاره یوه داسې پایه ده چې نړیدل یې نشته. په دې برخه کې تر ټولو ضروري خبره داده چې باید رعیت په رڼو سترګو وویني چې حاکمان یې له بیت المال او نورو ملي وسایلو دومره استفاده نه کوي چې د عوامو او دوی د ژوند په کچه کې ښکاره توپیر راشي یا دا چې د لوړ پوړو چارواکو او ټیټو مأمورینو په امتیازاتو کې ښکاره د ځمکې اسمان توپیر نه وي. همدا د عدالت لومړۍ درجه او مهم شرط دی. موږ باید دا هم په کلکه یاد ولرو چې اوس مهال ان همدا بې تعلیمه عام افغان ولس هم یوازې د چا په لمنځونو، ږیرو او پګړیو نه غولېږي بلکې همدغو اساسي نکتو ته یې پام دی. مانا دې ته ګوري چې حاکمان یې له بیت المال سره څه ډول چلند کوي او د ملت له مالیاتو راغونډ شوی مال څومره په شخصی توګه استعمالوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button