
کورنیو تولیداتو ته وده ورکول د بسیاینې لپاره مهم شرط دی!
د اقتصاد وزارت مسلکي معیين صاحب تېره ورځ کابل کې د اختربازار په نامه جوړ شوي نندارتون د کتنې پر مهال ټینګار وکړ چې باید په هره برخه کې کورنیو تولیداتو ته وده ورکړل شي، څو افغانان ژر تر ژره د خپلو اړتیاو په ډېرو مواردو کې پر ځان بسیا او د پردیو له احتیاجه خلاص شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معیين صاحب تېره ورځ کابل کې د اختربازار په نامه جوړ شوي نندارتون د کتنې پر مهال ټینګار وکړ چې باید په هره برخه کې کورنیو تولیداتو ته وده ورکړل شي، څو افغانان ژر تر ژره د خپلو اړتیاو په ډېرو مواردو کې پر ځان بسیا او د پردیو له احتیاجه خلاص شي. دا یقیناً یو مهم او محسوس واقعیت دی چې هر هغه قوم او ملت چې خپلواکي، سوکالي او پرمختګ غواړي، نو حتمي ده چې خپل ځان به د پردیو له احتیاجه خلاصوي او کوم وسایل چې د ژوند او بقا لپاره اړین دي لکه خوراک، پوښاک، درمل، دفاعي سامان او داسې نور، خامخا به یې په کور د ننه تولیدوي. ځکه څوک چې یاد اړين توکي له نورو هېوادونو تر لاسه کوي، خامخا به د هغوی شرایط هم ورسره مني، چې دا چلند بیا د هغوی خپلواکي هم محدودوي، بلکې غلامۍ ته یې هم مجبوروي. بناءً پردې حقیقت باید د هر افغان سر خلاص وي چې پر خپل کوراو داخلي تولیداتو له بسیاینې پرته د خپلواکۍ دعوا بې له شکه نیمګړې او درواغجنه ده، خو اوس پوښتنه داده چې موږ په څه ډول بسیاینې ته رسېدای شو، ترڅو موږ هم د نړۍ د نورو ملتونو سیالان او له سوکالۍ او پرمختګه خوند واخلو؟ زموږ په نظر که په لاندې ټکو دا پوښتنه ځوابوو، نو وایو به چې پرله پسې کار، لومړیتوبونه په نښه کول، له هوسونو تېرېدل او په ساده ژوند قناعت کول موږ ځان بسیاینې او رښتینې خپلواکۍ ته رسولی شي. البته دې موخې ته د رسېدو لپاره بیا د نظام او واکمنو مکلفیت دادی چې د خپل ملت وګړي د ځان بسیاینې پر اهمیت، ارزښت، ګټو او غوره پایلو وپوهوي. په دویم ګام کې هغه افراد او شرکتونه وهڅوي او تر خپله وسه یې مرسته او ننګه وکړي چې د کورنیو مهمو اړتیاوو په تولید کې پانګونه کوي. له دغو کاروباریانو سره به د حکومت مهمه مرسته داوي چې په اول سر کې خو یې د جوازونو په ورکولو کې ونه ځوروي او زړتوري یې نه کړي. دویم دا چې درانه مالیات او ټیکسونه پرې ونه لګوي، درېیم دا چې د ځان، ځمکې، برېښنا او داسې نورو اړتيا پوره کولو کې اساني ورسره وکړي، څلورم دا چې له بهرنیو هېوادونو د هماغه جنس پروارداتو ګمرکي محصول ور زیات کړي. سربېره پر دې د یادونې بله مهمه موضوع دا هم ده چې خپله د حکومت لویان، مشران آن په خپل ځان، جامو او نورو شخصي وسایلو کې لږ تر لږه په سمبولیکه بڼه د کورنیو تولیداتو د استعمال لپاره کمپاين وکړي. مثلاً عواموته وښیي چې دادي زما خپلې ځپلۍ د جلال آباد تولید دی، څادر او ټوپۍ مې د هرات، قلم او ږمنځ مې د کابل او داسې نور. ښایي په همدې توګه موږ اخر پای د ژوند په ډېرو مهمو اړتیاو کې پر ځان بسیا او د نورو له احتیاجه خلاص شو. دا یو ډېر لوی ملي ارمان او په دې ډګر کې کارکول د هر افغان مهم مسئولیت دی.