سرلیکنې

کورني اصلاحات بهرنۍ ستونزې هوارولی شي!

13 / 100

حقیقت دادی چې د بهرنیو مداخلو او پردیو ځواکونو پرمټ د یو هېواد کورنۍ ستونزې نه شي حلېدی خو پر خلاف یې د کور په جوړېدو سره بیا خارجي مشکلات تر زیاته حده هوارېدی شي. د دې تجربې ښه مثال خپله زموږ هېواد دی. مثلاً موږ ولیدل چې له (1357 هـ . ش) کال رانیولې بیا تر 1400 هجري لمریز کاله پورې چې درې څلوېښت کاله او څلور میاشتې کیږي ټوله نړۍ زموږ په هېواد کې ستړې شوه، یعنې شوروي اتحاد او ور سره ګرد وارسا تړون، هندوستان، ایران، عربستان، پاکستان او د امریکې او ناټو خېلو په شان ګرد سره انډیوالان یې ټولو زموږ په هېواد کې تر خپله وسه نظامي او سیاسي مداخلې وکړې، افغانان یې هم ووژل، خپل یې هم ګوډ ګوډ ومات او پیسې او وسایل یې هم پکې بریاد کړل. خو له همدې ټولو هلو ځلو سره سره یې افغانستان نه کرار او نه د پرمختګ په لور وخوځولی شو. خو کله چې بیا ټول پردي لاسونه لنډ او د هېواد واکمني په هره برخه کې افغانانوته په لاس ورغله نو که څه هم ټوله نړۍ یې له حسد او کینې وسوځېده، خپه او بېزاره شوه، له دښمنۍ، لمسونو، پارونو او دروغجنو تبلیغاتو یې هم لاس وانخیست او بندیزونه یې هم ولګول، خو له همدومره بهرنیو ستونزو سره سره هېواد امن، جګړه ختمه او د بسیاینې په لور ګامونه ښه ګړندي کړی شول.  البته دا ټول داخلي مشکلات وو چې زیاتره یې حل او ډېر لږیې پاتې دی. خو مهمه داده چې ګورئ ورځ تربلې د کور د جوړېدو او سمېدو ترڅنګ په هماغه کچه له موږ سره د بهرنیانو چلند هم له منفي لوري اوس پر مثبته خوا روان دی. لکه همدا اوس د قطر دریمې نړیوالې غونډې نه مخکې چې نړیوالو د اسلامي امارت زیاتره شرایط ومنل او بیایې د ګډون بلنه ورکړه. همدغه راز په هره برخه  کې تدریجې ډول موږ سره د سفارتي اړیکو رغول، د سیمې اړوند نړیوالو مجالسوته زموږ استازي ور بلل او همدا رنګه ځینو سترو انکشافي پروژو کې د سیمیز مشارکت لپاره کابل سره سلا مشورې کول ټول هغه څه دي چې همدې څه کم درې کلونو کې یې موږ شاهدان یو. په دې اساس موږ ته په کار ده په دې وپوهیږو چې د هېواد داخلي ثبات، نظم، قانونیت، ولسي ملاتړ او داسې حکیمانه بهرنۍ پالیسي چې هم د خپل هېواد ملي ګټې تضمینوي او هم د نورو سیالو زبر ځواکونو د خپل منځي رقابت خیال پکې ساتل شوی وي، حتماً په کرار کرار زموږ ټولې بهرنۍ ستونزې هوارولی شي. ځکه خو اوسمهال دا زموږ او د ټول حکومت او رعیت یوه لویه ملي ذمه واري ده چې باید د خپل کور په جوړېدو کې زښته ډېره خواري وکړو. په دې معنی چې هم د نظام د قانونیت او مشروعیت لپاره هڅه هاند وکړو او هم په نورو برخو لکه ولسي ملاتړ، تعلیم، اقتصاد او پوځي وړتیا زیاتولو کې خپل ټول استعدادونه په کار واچوو. همدا پرمختګونه به وکړی شي اوسنۍ مروره نړۍ ډېر ژر موږ سره پخلا کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button