
کورنيو چارو وزارت: د پوليسو مسلکي روزنې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده
د کندهار، زابل او ارزګان ولايتونو ۵۰۰ تنه د سوېل زون د اسلامي پوليسو له مرکزه تر دوې مياشتنۍ مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
د کندهار، زابل او ارزګان ولايتونو ۵۰۰ تنه د سوېل زون د اسلامي پوليسو له مرکزه تر دوې مياشتنۍ مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.د پوليسو فراغت مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي نور جلال جلالي وويل: د هيواد په ۱۰ لويو مرکزونو کې د پوليسو مسلکي روزنه په چټکۍ سره روانه ده او تر اوسه پورې له۵۰ زرو زياتو پوليسو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې.ده زياته کړه: (( د افسرانو ارتقا د ظرفيت لپاره يوه اداره لرو، چې هغې ته د ارتقا د ظرفيت اداره وايي، هلته د افسرانو تربيه او ارتقا د ظرفيت کېږي. يو د عامو مجاهدينو لپاره لنډمهاله تربيه ده، چې شااوخوا درې مياشتو پورې وي. موږ په دې توانيدلي يو، چې په هغه کې له ۵۰ زرو زيات کسان تربيه کړو.))په مراسمو کې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد او يو شمېر نورو مسئولينو له فارغ شويو پوليسو وغوښتل ،چې له خلکو سره لا ښه چلن وکړي او د ډاډمن امنيت لپاره دي هلې ځلې جاري وساتې.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي: (( تاسو وظيفه لرې که خلکو جرم کړي وي، که يې مخالفت د امنيت وکړ، که يې هره تېروتنه وکړه، ته به هغه شريعت ته سپارې. د شريعت ترجماني په اسلامي امارت کې هغه محاکم کوي، تاسو يې نه کوې، نو پام به کوو، چې پوليس به په سړک ، چک پاينټ باندې، په لاره او کوڅه کې، حوزه او قومانداني کې دا به له ځانه قاضي نه جوړوي. خلکو ته به جزا نه ورکوي.))فارغ شويو پوليسو ته د قانون د تنفذ، بشري حقونو، جرمونو د پېژندني، وسلو کارونې، عامه نظم او عقيدتي چارو په برخو کې يې زده کړې ورکړل شوي.فارغ شوي پوليس وايي : هغه څه يي زده کړې چې د دندې پر مهال ورته اړين دي.يو تن فارغ شوي پوليس شريف الله وايي: (( هېله لرو، چې زموږ او د خلکو ترمنځ به ښيې اړيکې وي. موږ به له خلکو سره په ښو اخلاقو باندې ژوند کوو. موږ ته چې کومه دنده د آمرينو له خوا سپارل شوې، هغه به ترسره کوو.))فارغ شوي پوليس به د کندهار تر څنګ زابل او ارزګان ولايتونو کې دندې ترسره کړې. د کورنيو چارو وزارت مسئولين وايي، د پوليسو د لنډمهاله زده کړو سره سره افسرانو ته د ظرفيت لوړونې اوږدمهاله زده کړې هم روانې دي.