
که ځان جوړ کړو،جهان خپله جوړېږي
دا چې موږ هره ورځ سرټکوو چې ایران دا وايي، پاکستان دا کوي، روس داسې او پرنګی لابل څه ، پرته له شکه چې موږ یوازې خپل ځان له کاره باسو او خپل قېمتي وخت ضایع کوو، ځکه موږ هېڅکله نه شو کولای چې داسې ګاونډیانو او نورو حسادانو قناعت او خوښي ترلاسه کړو ، مطلب دا چې ترڅو په کور د ننه ښه منظم نه یو، نظام او اداره مو ښه مستحکمه او سمه پر قانون ولاړه نه وي، ګېډه مو مړه ،خلک مو په کور بسیا او له پرديو دروازو را خلاص کړي نه وي او د نړیوالو له غرضي بشري مرستې مو په دې ځواب نه وي ورګرځولی چې ځئ افریقي ته يې یوسئ،مو اړتیا نه لرو ! تر هغو به یقیناُ زموږ همدا حال وي،هوايي او ځمکني یرغلونه به راباندې کېږي، بېوزله او ناروغه وګړي به مو سرحداتوکې بې عزته کېږي، خپل هېواد ته راتلونکي افغان کډوال به هم څوک نه راپرېږدي، ځوروی به يې ، پیسې به ترې اخلي او له ډېرو کړاونو وروسته به يې راخوشې کوي، سوداګري او بانکونه به مو همداسې له ستونزو او بندیزونو سره مخ وي، بانک نوټونه به مو همداسې زاړه او د نويو راوړلو او چاپولو ته به لاس رسی نه لرو، پاسپورتونه به نه هغه پخواني څوک راکوي او نه به نوي چاپولی شو، بهرني شرکتونه او قراردادیان به هم شاشا ته کېږي او عملاً به کار نه پیلوي، لنډه دا چې موږ ټول له هر اړخیزو ستونزو سره مخ یو.
پر دې اساس زموږ له هرڅه ړومبی مکلفیت دادی چې د همدغو راپېښو ستونزو پرحل کولو فکر وکړو ، که څه هم واقعیت دادی چې پورتنۍ ستونزې موږ ته ګرد سره له بهرنیو یرغلونو بې کفایته حاکمانو او د پردیپالو، اجیرو او غوليدلو اشخاصو او ډلو د ناوړه کردار له امله راپېښ دي، خو بیا هم چې هرڅنګه دي، اوس دا ټولې ستونزې همدې موجود نسل او پر واک سپاره نظام ته ور تر غاړې دي، همدا خلک پوهېږي چې په غفلت او بې پروايۍ سره همداحالت زغمي او همداسې يې خپل راتلونکي نسل ته پرېږدي او که ملاتړي، شپه ورځ پر ځان یوه کوي او له دغې بدې ورځې ځان خلاصوي،البته څښتن تعالی،خو په ښکاره ویلي چې ترڅو یو قوم خپل حالت په خپله بدل نه کړي، پاک خدای يې نه وربدلوي، په دې توګه ثابته شوه چې دا مکلفیت خپله زموږ پرغاړه دی او همدا زموږ مسوولیت لرو چې د را پېښو لانجو او کشالو د اواري لپاره شپه ورځ فکر وکړو، بیا بیا غور پرې وکړ، له هوښیارانو سره بحثونه او مشورې پرې وکړو او تر انتهايي وس او توان پورې خپله هم لاس په کار او نور هېوادوال هم کار او زیار ته وهڅو، موږ ټول باید ومنو چې د څښتن تعالی له وینا سره سم هر انسان یوازې اویوازې د خپل کار ،هڅې او عمل حاصل ترلاسه کولی شي، نو که موږ هم ځان ستړی او لاسونه تڼاکې او پولۍ کړو، یقیناً چې ډېر ژر به کور بسیا، له پردې احتیاجه خلاص او له سیالاتو سره سیال شو، راځئ دا ومنو چې که ځان مو جوړ او ودان شي، جهان خپله جوړېږي.