
که مو د پښو پلونه نه ښکلوئ نو په سر یې هم مه راته ږدئ !
دا چې څه باندې دوه کاله وړاندې اسلامي امارت او اسلامي نظام د افغانستان پر هوا زرینې او قیمتي وزرې وغوړولې ، هرڅه په هغسې ډول مخې ته راغلل چې په ذهن کې را گرځولو یې هم ذهن او فکر هک فک حیران کړي دي .
دا چې څه باندې دوه کاله وړاندې اسلامي امارت او اسلامي نظام د افغانستان پر هوا زرینې او قیمتي وزرې وغوړولې ، هرڅه په هغسې ډول مخې ته راغلل چې په ذهن کې را گرځولو یې هم ذهن او فکر هک فک حیران کړي دي .
دا هر څه د بې اندازې الهي نصرت تر څنگ د اسلامي امت د سرښندونکو او په ابراهیمي پله روانو ځوانانو د قربانیو پایله او نتیجه وه ، چې یاد ځوانان اوس یا د تورو خاورو مېلمانه ، یا ژوندي خو د وجود ډېری اندامونه یې بیخي نه شته او یا هم له کاره لوېدلي ، ځينې بیا له وحشت څخه ډکو زندانونو داسې حال ته راوستلي چې د روغ انسان په څېر خپلې ورځنۍ چارې مخته نه شي وړی .
د یو شمېر شهیدانو روح مو په داسې حال کې له تن جدا شو چې په ټانگونو او رینجرو باندې کش ، په ژوندون مثله او هر ډول ظلم چې د کفارو او د هغوی د ملگرو تر وس پوره وو ورباندې کړی دی، خو دا هر څه یې د اسلامي نظام ، قرآن د حاکمیت او د ولس د هوساینې لپاره زغملي دي.
له شهیدانو څخه داسې یتیمان راپاتې دي چې اوس هم لا د خپل پلارجان د راتگ لپاره شپې او ورځې شماري ، څیرلي گرېوانونه ، غم لیدلي شکلونه یې د لیدونکي په سترگو کې اوښکې پیدا کوي ، داسې فقر کې ژوند کوي چې سهار یو څه وخوري بیگاه ته یې په پیدا کولو پورې حیران وي .
نو د دې هر څه لیدلو ، زغملو ، سره سره باید د شهیدانو ، زخمیانو ، بندیانو د قربانیو سره د وفا کولو لپاره داسې کړنې تر سره کړو تر څو هم د دوی سره وفا شوي وي او هم د نظام په دوام کې رغنده رول ولوبوي .
اصلي هدف ته را گرځم، دا چې د نظام له راتگ سره ځينې داسې خبیثې ، منفورې ، ظالمې او رټل شوې څېرې د اسلامي امارت په لیکو او صفونو کې داخلې شوي چې مخکې به یې د امارت د سپېڅلي صف لارویان ترهگر او د بل هیواد پروسه بلله ، ږیره به یې په شلو سټایلونو جوړوله د کالیو پر ځای به یې د کش پتلون او دریشۍ سربیره نیکټایي پر غاړه گرځوله ، د مٶمنو وروڼو په ځورولو ، ربړولو او شهیدانولو کې یې اساسي رول لوبولو ، اوس یا د مخلصو مجاهدینو پر سر قمندان ، او یا هم په کلیدي بست کې کار کوي .
دا کار د سپیڅلو شهیدانو له سپیڅلو وینو او د یتیمانو له ارمانونو سره لوی خیانت او جفا ده .
لمړی خو داسې کسانو ته په نظام کې باید له سره ځای ور نه کړل شي که ورکول کېږي هم باید د نورو حقیقي مجاهدینو پر سر حاکم ونه ټاکل شي.
داسې کسان سره له دې چې نه د نظام لپاره په اخلاص او صداقت کار کوي،بلکې د خپل ملت لپاره سرخوږی او درد سر جوړېږي ، هسې نه خدای مه کړه د دوی د پلیتو نیتونو او ناوړه کردارنو له امله مو دا سپین نظام له لاسه وتلي وي .
سید یحی (عمر)