
که آرامه خوب غواړئ؛ نو له ۷ بدو عادتونو ځان خلاص کړئ
ډېر خلک ډاکټرانو ته له دې شکایت سره مل ورځي، چې ماخوستن وختي نه شي ویده کېدلی او پرسکونه خوب نه لري. خو آیا پوهېږئ، چې بې سکونه خوب او او تر ډېره د خوب نه درلودلو کې تاسې هم پړه ياست؛ ځکه ځینې داسې عادتونه شته،چې تاسې یې په پرېښودلو سره خپل ځان او خوب ته زیان اړوئ.
نو که غواړئ ښه خوب ولرئ؛ په لاندینيو څو طبي مشورو عمل وکړئ:
۱ ــ ناوخته خوراک:
ډېر خلک، په ځانګړې توګه ورزشکاران، د شرکتونو او فابریکو کارګران او د سختو کارونو مزدوران کورونو ته ناوخته راځي؛ هغوی ډېر ناوخته د ماخوستن ډوډۍ خوري، چې دغه عادت یې ټول خوب له منځه وړي او په یوې سختې ناروغۍ یې اخته کوي. د طبي ماهرینو په وینا: داسې وګړي چې ناوخته ډوډۍ خوري د معدې په تېزابیت یا ایسدیتي اخته کېږي، چې خوب له منځه وړي.
۲ ــ ناوخته ورزش:
د اوسني دور ټول ځوانان په دې هڅه کې دي، چې ځانونه تر نورو زیات فټ وساتي، څو له ناروغیو لرې وي او تر ډېره صحتمند پاتې شي؛ خو ښايي دوی خبر نه وي، چې ماخوستن ناوخته جیم کلپونو، چاغ میدانونو او ورزشي ځایونو ته تګ د دوی فشار او د وینې جریان تېزوي، چې له امله یې د بدن فعالیت زیاتېږي وجود تېز کار کوي او زموږ خوب سلګونه میله لرې را نه تښتي. نو غوره دا ده چې خپل ورزشي مهالوېش له لمر لوېدلو وړاندې ترتیب او پای ته ورسوو.
۳ ــ زیاتې خبرې:
ځینې وګړي خوښوي چې همېشه خبرې وکړي، مجلسونه ولري او په بنډارونو کې د شپې تر ناوخته کېني، چې دا کار د هغوی په روغتيا ډېر بد اثر کوي. هغه خلک چې زیاتې خبرې کوي، کړتن او خبر لوڅ وي. خپل خوب ته زیان اړوي. زیاتې خبرې ذهن مغشوشوي او د سر درد پیدا کوي، چې له امله یې زموږ ټول سکون او خوب کډه کوي او کله چې ویده شو؛ په خوب کې مو هم له خلکو سره دعوې او لانجې وې.
۴ ــ زیات کار کول:
د نړۍ په هر ډول هېوادونو (ډېرو پرمختللیو، مخ پر ودې او غریبو) کې وګړي د خپل ژوند د ښه کولو او درې وخته خوراک او څښاک لپاره اړ دي، چې کار وکړي، ان که هغه کار ډېر سخت هم وي؛ مګر که څوک د شپې تر ډېره ناوخته کار کوي او بيا د پر سکونه خوب تمه لري؛ ناممکنه ده. ځکه ډېر کار کول، د زیاتې انرژۍ د تولید او د بدن د لا زیات ګرمايش لامل کېږي، چې خوب له منځه وړلی شي.
۵ ــ تر ناوخته مطالعه او د سکرین لیدل:
که چېرې د ژوند په کوم دور کې د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون زده کوونکي، زده کړیالان پاتې شوي یاست؛ نو ښايي د امتحانونو پر مهال مو ضرور تر نیمې شپې درسونه ویلي وي او بيا ویده شوي یاست؛ خو که معمولي څرک مو هم تر غوږ شوی وي؛ نېغ به کېناستلي یاست، چې لامل یې تر ناوخته پورې مطالعه کول دي. همداراز هغه وګړي چې سکرین (موبایل، تلویزیون، کمپیوټر…) ته ګورئ، د سترګو او ذهن په کمزورۍ اخته کېږي او همدا کمزوري یې خوب له منځه وړي.
۶ – د ناروغۍ لرل: ښايي روغتونونو ته تللي یاست، یا مو ګاونډ کې کوم ناروغ لیدلی وي او آن خپله هم ناروغه شوي یاست؛ نو ضرور مو سم خوب نه دی کړی او بې سکونه به یاست، چې لامل یې همدا ناروغي ده. ناروغي که هر څومره وړه هم وي، ستاسې سکون او خوب له منځه وړي، چې دا یو طبعي خبره ده او ستاسې کومه ګناه په کې نشته.
۷ – د زیاتې رڼا شتون: الله تعالی د انسان طبعیت له چاپېریال سره اشنا پیدا کړی دی؛ رڼا او ورځ یې د کار او زیار لپاره او تیاره شپه یې د خوب او ارام لپاره پیدا کړې ده؛ نو ځکه ځينې وګړي په زیاتې رڼا کې د خوب له نشتون سر ټکوي، چې درملنه یې اسانه ده. یاد وګړي باید د خوب لپاره تیاره چاپېریال ولټوي. خالد مشعل