
ټولنه او کلتور
کندهار کې د ۲۰۰۰ کورنيو لپاره د اوبو رسولو شبکه جوړه شوه
د کندهار ولايت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د يونيسف په مالي ملاتړ د دوه زره کورنيو لپاره د پاکو اوبو يوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. چارواکي زياتوي، چې ياده شبکه د ۹،۱ يو اعشاريه نهه ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوې ده او دوه زره کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي. د کندهار اوسېدونکې ددې شبکې د جوړېدو څخه د خوښۍ ترڅنګ زياتوي، چې په دې ولايت سږ کال خلک وچکالۍ سخت ځپلي دي او حکومت او نورې نړيوالې موسسې بايد په دې برخه کې له دوي سره لا ډيرې مرستې وکړي.