هیواد

کندهار کې د موټرو د وزن معلومولو لپاره تلې جوړې شوې

هيواد : د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست خبر ورکړي، چې په دې ولايت کې يې د بار وړونکو لوړ ټوناژ لرونکو موټرو د کنټرول او مخنيوي لپاره ګرځنده تلې جوړې کړي دي.د دې رياست د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د رياست الوزراء د فرمان پر بنسټ او د ټولګټو چارو وزارت له لوري د يادو ګرځنده تلو پر مټ به د ټولو هغو موټرو مخه ونيسي، چي ډېر وزن لېږدوي او د سړکونو د زيانمنېدو لامل ګرځي.د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په سويل لوېديځ زون کي د ټولګټو چارو وزارت د پروژو تخنيکي مسئول انجنير شېرحسن خوشيوال له قوله ويلي؛ چي د کنټرول په لومړۍ ورځ يې شاوخوا ۲۰ داسې موټرونه نيولي چي غوښتل يې ډېر وزن ولېږدوي. ښاغلي خوشيوال زياته کړې، چي هيڅ موټر بايد له ۴۶ ټنه لوړ وزن انتقال نه کړي.د يادولو وړ ده، چي دا مهال په قندهار کي څلور ځايي د موټرو د وزن معلومولو تلې فعالې دي. د مسئولينو په وينا، په نږدې راتلونکي کې به دوه نورې تلې هم په هغو سيمو کې نصب کړي، چي اړتيا ورته ليدل کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button