ټولنه او کلتور

کندهار کې د زرغونې انا مقبرې ترميماتي چارې پای ته ورسېدې

 سه شنبه (٩ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا مقبره چې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سيمه کې موقعيت لري، رغنيزې چارې یې درې مياشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پېل شوې وې، چې د کارد پېل کېدو مراسمو ته یې د اطلاعاتو او کلتور وزير الحاج ملا خير الله خيرخواه هم ورغلی و. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني وويل، چې د زرغونې انا مقبرې رغنيز کارونه پای ته ورسېدل، پر ياده پروژه يوولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اطلاعاتو او کلتوروزارت له بوديجې ورکړل شوې. د يادولو ده، چې د هېواد په کچه د تاريخي ابداتو د ترميماتو په دوام په کندهار کې د لوی احمدشاه بابا د کور ترميماتي چارې هم دوام لري او ځينې تاريخي ځايونه ترميم شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button