ټولنه او کلتور

کندهار کې د بې سرپناه کورنیو لپاره ښارګوټی جوړېږي

57 / 100

د کور او ښارجوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د تلپاتې مېشتېدنې کمېټې په غونډه کې د کندهار دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو پرېکړه کړې.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، وزیر شیخ حمدالله نعماني کمېټه کې شاملو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارلې چې دې برخه کې خپلې چارې په دقیقه توګه ترسره کړي.

 ټاکل شوې، راتلونکې اوونۍ به د یاد ښارګوټي لومړنۍ چارې پیل او د څښاک اوبو او نورو لومړیتوبونو ته به یې پام وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت زیاته کړې، چې په کم  وخت کې به یاد ښارګوټی د اوسېدنې لپاره چمتو شي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مسئولینو څه موده وړاندې هلمند ولایت کې هم د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د ښارګوټي له جوړولو خبر ورکړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button