
روغتیا
کندهار کې، سوء شکل لرونکو وړیا عملیاتونه پيل شول
د کندهار په مهمند نړیوال ۲۰۰ بستریز روغتون کې یوه افغان ډاکټر له لوري د هغو سوء شکل ناروغانو عملیات په وړیا ډول پيل شول، چې شونډې، پزه او تالو یې سره نښتي دي. د کندهار ولایتي ادارې ویلي، چې دغه عملیاتونه له ترکیې څخه د یوه راغلي افغان ډاکټر عبدالغفار غیور له لوري پيل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې نوموړي سره یو متخصص ټیم هم ملګری دی.
دا نه ده روښانه شوې، چې یوازې دغه ډاکټر له ناروغانو پیسې نه اخلي که د روغتون خدمات هم په وړیا ډول دي.
اسلامی امارت ویلي، چې مخکې دا ډول عملیاتونه په زیاتو پیسو په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې کیدل او افغان ناروغان هغلته ورتلل.