اقتصاد

کندهار ښاروالۍ د ۲۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت بیلا بېلې پرمختیایې پروژې عملي کړي

د ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي، د دې پروژو له مخې ولس ته د ژوند په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

په کندهار کې د دغه ولایت د ښاروالۍ له لوري د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل راهیسې د ښار دننه د ۲۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پرمختیایي پروژې عملي کړې دي.

د ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم وايي، د دې پروژو له مخې ولس ته د ژوند په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

هغه د ښکاپور دروازې سړک جوړول، د دارلمعالمین سړک جوړول هغه مهمي پروژې یادي کړي، چي عملي سر ته رسېدلې دي.

ښاغلي عاصم زیاته کړه، چي ښاروالۍ د ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره  ۴۲۸ میلیونه افغانۍ پراختیايي بودیجه ځانکړې کړې ده، چي پاتې پراختیايي بودیجه به هم په روان کال کې په ورته مهمو پروژو ولګوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button