اقتصاد

کندز کې د غالیو صنعت وده کړې

54 / 100

کندز کې د وطني غالۍ پلورونکي په دې ولايت کې د خپل کاروبار له غوړيدو خوښ دي او وايي، چې اوس د‌ وطني غاليو بهرنيو هېوادونو ته په صادرېدو سره یې په کارونو کې ښه والی راغلی دی.د‌‌ دغه ولايت غالۍ پلورونکي وايي، د تېرو کلنو په پرتله یې سږ کال کاروبار پرمختګ کړی او په وینا يې سږ کال د دوی غالۍ په پراخه کچه بهرنيو هېوادونو ته صادرې شوې دي.په یاد ولایت کې د غالیو اوبدونکي د کاري زمینو زیاتوالي په اړه وايي، د وطني غاليو د اهمیت او نړیوال شهرت سره د غالۍ اوبدونکو په ملاتړ خلکو ته د کار لا زمینه برابره شوې ده.دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت رهبري تل په هېواد کې د خصوصي سکتور او لاسي صنایعو په ملاتړ ټینګار کړی او پانګوالو ته يي هم د‌ پانګونې ښه زمينه برابره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button