روغتیا

کندز کې د اکسېجن د توليد کارخونه جوړه شوه

په کندز ولايت کې يو پانګوال د ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت د اکسېجن د توليد يوه کارخونه جوړه کړې ده. د دغې توليدي کارخونې مسئول وايي: د اکسېجن د توليد دا کارخونه په ورځني ډول، نږدې ۵۰۰ بالونه اکسېجن توليدوي.

په کندز ولايت کې يو پانګوال د ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت د اکسېجن د توليد يوه کارخونه جوړه کړې ده. د دغې توليدي کارخونې مسئول وايي: د اکسېجن د توليد دا کارخونه په ورځني ډول، نږدې ۵۰۰ بالونه اکسېجن توليدوي. نوموړی له ټولو پانګوالو غواړي، چې د هېواد د هوساينې او پرمختګ په موخه، په کور دننه پانګونه وکړي. د يادې کارخونې په جوړېدو سره د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمينه هم برابره شوې. دوی له خپل کاروباره د خوښۍ تر څنګ له نورو پانګوالو هم غوښتنه کوي، چې په کور دننه پانګونه وکړي، تر څو نورو هېوادوالو ته هم د کار زمينه برابره شي. په ورته مهال سيمه ييز چارواکي يو ځل بيا له سوداګرو خپل ملاتړ څرګندوي او زياتوي، چې اوس د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button