اقتصاد

کندز او بغلان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د برښنا د لېږد سروې پيل شوې

برښنا شرکت په کندز او بغلان ولايتونو کې د کاسا زر پروژې د برښنا د لېږد لارې د سروې له پيله خبر ورکوي.د دې شرکت وياند، حکمت الله ميوندي وايي:  د برښنا شرکت اجرائيوي رئيس د دې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د څېړنو او اسانتياوو د برابرولو په موخه کندز او بغلان ولايتونو ته سفر کړی او د دغو ولايتونو له سيمه ييزو چارواکو سره يې هم خبرې کړې دي.ميوندي زياتوي، له سروې او د قراردادي شرکتونو له مسئولينو سره له خبرو وروسته به په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې پيل شي.

برښنا شرکت په کندز او بغلان ولايتونو کې د کاسا زر پروژې د برښنا د لېږد لارې د سروې له پيله خبر ورکوي.د دې شرکت وياند، حکمت الله ميوندي وايي:  د برښنا شرکت اجرائيوي رئيس د دې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د څېړنو او اسانتياوو د برابرولو په موخه کندز او بغلان ولايتونو ته سفر کړی او د دغو ولايتونو له سيمه ييزو چارواکو سره يې هم خبرې کړې دي.ميوندي زياتوي، له سروې او د قراردادي شرکتونو له مسئولينو سره له خبرو وروسته به په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې پيل شي.د برښنا شرکت وياند، حکمت الله ميوندي وويل: دوی خپلې لومړنۍ سروې پيل کړې دي. له سروې وروسته به له برښنا شرکت سره يوه ګډه ناسته وشي او له ناستې وروسته به يوه ورځ مشخصه کېږي چې دوی کار پيل کړي.په همدې حال کې د برښنا شرکت پخوانی رئيس له سياسي او سيمه ييز پلوه د دې پروژې عملي کېدل د افغانستان په ګټه ګڼي او وايي: افغانستان کولای شي په کال کې شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ ميليونه ډالره د ټرانزيټ حق ترلاسه کړي.د برښنا شرکت پخواني رئيس، امان الله غالب څرګنده کړه: افغانستان له سياسي پلوه هم نور حق لري چې دا ثابته کړي، چې نور د بندېدو په حال کې نه دی او کولای شي د انټرنېټ او نورو پروژو ترڅنګ د ټاپ او ټاپي پروژو کار پيل کړي.

د اقتصادي چارو يو شمېر شنونکي  هېوادوالو ته د کاري فرصتونو په پيدا کېدو او سيمه کې د افغانستان د اقتصادي باور د رامنځته کېدو برخه کې د دې پروژې پلي کېدل اغېزناک ګڼي.د اقتصادي چارو شنونکی، تاج محمد تلاش په دې اړه طلوع نيوز ته ويلي: د وزګارتيا په وړاندې ډېره مبارزه کېدای شي. دويم دا چې د سيمې د هېوادونو اقتصادي باور رامنځته کيږي. درېېم دا چې صنعتي زونونه جوړېدای شي او څلورم دا چې موږ د برښنا له پلوه د پر ځان بسيا اقتصاد پر لور ځو.

له دې وړاندې د افغانستان بانک ويلي و، چې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې په عملي کېدو سره به د ۴۰ ميليونو ډالرو په ارزښت زېربنايي پروژې جوړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button