
کرکټ کې افغانستان خپل سر سخته رقیب پاکستان مات کړ
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه نړیواله شل اوریزه سیالۍ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د درې شل اوریزه لوبلړۍ جام یې په خپل نوم کړ.
د دغه شانداره او د کرکټ په ډګر کې د نه هېرېدونکې سیالۍ پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ.
افغان اتلانو د خپلې ښې لوبې پرمټ دغه هدف د لوبې د وروستي اور په ۵ بال د نجیب الله ځدران د څلوریزې پر وهلو پوره کړ.
د پاکستان له لوري یوازینی توپ وهونکی عماد وسیم و چې د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو ۶۴ منډې یې وکړې خو لوبډلمشر شاداب خان یې بیا د ۳۲ منډو په جوړولو بریالی شو.
د افغانستان په ګټه فضل الحق فاروقي ښکلې توپ اچونه ترسره کړه نوموړي د پاکستان لومړۍ دوه ویکټې په خپل لومړي اور کې ترلاسه کړې. نوین الحق، راشدخان او کریم جنت یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.
د افغانستان له لوري د پاکستان ټاکل شوی هدف د رحمان الله ګربز ۴۴، ابراهیم ځدراڼ ۳۸، نجیب الله ځدراڼ ۲۳ او محمدنبي ۱۴ منډو پر مټ د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او په دغه بریا سره یې دا لوبلړۍ مخکې له مخکې ۲-۰ د افغانستان په نوم کړه.
د پاکستان له لوري زمان خان او احسان الله د یو- یو لوبغاړي په سوځولو وتوانېدل خو رحمن الله ګربز بیا د منډې کولو په حال کې وسوځېد.
رحمان الله ګربز د لوبې د انرجیټیک او فضل الحق فاروقي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
افغانستان د پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو له ډلې د ویسټ انډيز، بنګله دېش، زمبابوې او ایرلینډ څخه وروسته وکولی شول، چې په دوه اړخیزه شل اوریزه سیالیو په لوبلړۍ کې پاکستان ته هم ۲-۰ ماتې ورکړي.
د دغه لوبې پر ګټلو ډېری هېوادوالو خپله خوشالي څرګنده کړې او په ځېنو ولایتونو کې د دغه سترې بریا نمانځنه هم شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت حکومت ټولو افغانانو ته له پاکستان څخه د تېرې شپې کرکټ دوهمې لوبې ګټلو مبارکي ویلې.د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر نن دوشنبه مارچ ۲۷ (وري اوومه) ویلي، یادې بریا وښوده چې افغانان په کمو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري.
هغه زیاته کړې چې «اسلامي امارت» د افغان کرکټ لوبډلې سره ولاړ دی او د وړتیاو لوړولو لپاره لا نورې هڅې کوي.نوموړي زیاته کړې: “د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې پرلپسې او تاریخي بریا مو مبارک شه.موږ د کرکټ اتلانو د لا بريا هیلې لرو او په پوره اخلاص ورته دعاګانې کوو.
له پاکستانه د دغه سیالی د ګټلو په موخه افغان لوبډلمشر راشد خان لیکلي:” ټولو هېوادوالو ته له پاکستان څخه د لوبو د سیریز د تاريخي بريا مباركي وایم. افتخار کوم چې په دې بري کې مې د خپل هېواد د لوبډلې مشري وکړه. ستاسو د ټولو له نیکو هیلو، دوعاګانو او ملاتړ څخه یوه نړۍ مننه.
زنده باد افغانستان.”
د کرکټ د نړۍ ولسمشر محمد نبي لیکلي:”مبارک افغانستانه!
ډیر زیات خوشاله یم چې پاکستان ته مو پرلپسې دویمه لوبه کې هم ماته ورکړه او تاریخي سیریز مو د گران افغانستان په نوم کړ دا راته واقعا د ویاړ خبره ده چې په دواړو سیالیو کې د لوبډلې په بریا کې مهمه برخه اخلم
د سترو لوبډلو خلاف د لا نورو سیالیو او سیریزونو په هیله. زنده باد افغانستان.”
ګلبدین نایب وایی:”پاکستان خپله تر ټولو غوره لوبډله رالېږلې وه چې ورته ماته مو کړه.”
د افغانستان افسانوي لوبغاړی او د خپل وخت چټک توپ اچونکی او اوسنی روزونکي حمید حسن وایي:”ارمان مې و چې پاکستان سره لوبه وکړم او ویې ګټو خو نصیب مې په کوچنګ کې و. وایي، ټول ملت او خصوصا ماته دې مبارک وي چې لوی ارمان مې پوره شو.”
د دغه لوبې له ګټلو وروسته د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف وویل:”سبا به ټولو افغان لوبغاړو ته یو ـ یو ایفون، د سکواډ ۱۵ لوبغاړو ته ۳ ـ ۳ زره ډالر، ریزرف لوبغاړو ته ۲ ـ ۲ زره او مدیریتي سټاف ته به زر ـ زر ډالر انعام ورکړو.”
باید وویل شي چې یو شمېر هېوادوالو په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کرکټ بورډ دا غوښتنه هم کړې چې د محمد نبي او نجیب ځدراڼ دغه بیټونه چې له پاکستانه یې پرې لوبه وګټله په موزیم کې باید کېښودل شي.
راپور: پامیر وطنوال