ګزارش

کرکټ بورډ، د سرېلنکا په وړاندې د الف لوبډلې د غوراوي ترڅنګ و ویل چې د قوشتپې سیالۍ به د کندهار پر ځای کابل کې ترسره شي

د افغانستان کرکټ بورډ چې لا له وړاندې یې د سرېلنکا پر وړاندې د پنځه یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ لوبو خبر ورکړی و، پرون دوشنبه یې په وړاندې لوبډله هم اعلان کړله.

د افغانستان کرکټ بورډ چې لا له وړاندې یې د سرېلنکا پر وړاندې د پنځه یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ لوبو خبر ورکړی و، پرون دوشنبه یې په وړاندې لوبډله هم اعلان کړله. په همدې مناسبت کرکټ بورډ له رسنیو سره په یو خبري کنفرانس کې د سرېلنکا الف لوبډلې پر وړاندې د افغان ابدالیانو یا الف لوبډله اعلان کړله، چې له مخې یې د پنځه یو ورځنیو سیالیو لپاره: ریاض حسن، عبدالملِک او زبید اکبري د ټاپ ارډر(پیلیز) لوبغاړو؛ شاهد کمال، بلال ترین، دروېش رسولي په میډل ارډر(منځ) لوبغاړو، اکرام علي خېل، محمد اسحاق ویکټ ساتونکو؛ ننګیال خروټی او فرمان الله سافی د الرونډر لوبغاړو؛ قیس احمد او ضیاالرحمن اکبر د اهسته توپ اچونکو او سلیم صافی، عبدالرحمن او بلال سمیع بیا د تېز توپ اچونکو لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

همدارنګه د یوې څلور ورځنۍ سیالۍ لپاره عبدالملک، احسان الله جنت، عمران امیر، بهیرشاه محبوب، اعجازاحمد مهري، اکرام علي خېل، عبدالهادي، محمدطاهر عادل، عبدالله ترخېل، خلېل ګربز، ضیاالرحمن اکبر، ابراهیم عبدالرحیمزی، نوید ځدران، نسیم منګل او سید احمد شېرزاد غوره شول.

دغه سیالۍ چې د سرېلنکا هېواد په کوربتوب د ثور(وري) میاشتې په نهمه پیلېږي، چې د همدې میاشتې تر ۲۶م نېټې پورې به دوام ومومي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه دواړو سیالیو لوبډلمشري به چپ لاسی توپ وهونکی اکرام علي خېل کوي.

د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلېمانخېل و ویل، چې د کورني کرکټ هغه لوبغاړي چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېږي، هغه به (High performance center) HPC ته معرفي کېږي، هلته مونږ خارجي او داخلي کوچان لرو، تر څو هغوی له دغه لوبغاړو سره کار وکړي، دوی چې کوم د بېټنګ یا د بالېنګ په برخه کې کمزورتیا لري، هغو باندې کار کېږي او نشنل ټیم ته به راځي.

د کورني کرکټ مشر نظیم جار عبدالرحیمزي بیا و ویل، چې د قوش تپې سیالۍ چې ټاکل شوې وه، په کندهار کې ترسره شي، د ځینو ستونزو له امله به دغه سیالۍ د کندهار پر ځای په کابل کې ترسره شي. هغه په دې اړه زیاته کړه: مونږ هڅه وکړه چې دغه لوبې په کندهار کې وکړو، خو یو لړ ستونزې هغه هم د لوجستیکي ستونزې او په ځانګړې توګه د پروډکشن برخه کې، په خرابو لارو باندې د وسایلو لېږد، ځیني څيزونه مو د ښه کیفیت لپاره له خارجه راغوښتي و د هغوی لېږد ستونزه وه، چې ومو نشو کولی دا کندهار ته ولېږدولی سو، نو پرېکړه مو وکړه چې دغه سیالۍ لخیره سره په کابل کې په ډېر ښه ډول سره وشي. ښاغلي عبدالرحیمزي همدارنګه و ویل، چې یو خو له ډېره وخته په کابل کې لوبې نه دي شوي او بل د مۍ میاشتې په نیمایي کې د ملي لوبډلې نړیوال جام د روزنیز کېمپ لپاره به ښه چمتوالی ترسره شي.

 

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button