ګزارش

کروندګرو ته د کوکنارو بدیل کښت برابرولو هڅې

شریعت: د اسلامي امارت اقتصاد وزارت او د ملګرو ملتونو استازولۍ افغان کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت په برابرولو کې له ګډې همکارۍ خبر ورکړی دی

شریعت: د اسلامي امارت اقتصاد وزارت او د ملګرو ملتونو استازولۍ افغان کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت په برابرولو کې له ګډې همکارۍ خبر ورکړی دی.

د اقتصاد وزارت له لوري په لیکلي پیغام کې ویل شوي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر دین محمد حنیف په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د منشي له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره په داسې حال کې کتلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزوا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي یې حضور درلود.

په دې غونډه کې د دواړو لورو لخوا ټینګار شوی، چې افغان کروندګرو ته د کوکنارو پر ځای د ډاډمن بدیل کښت په برابرولو کې مرسته وکړي.  د دې لپاره، چې د هغو کرونګرو ستونزو ته یې یوه حللاره موندلې وي، چې د کوکنارو پر کښت متکي دي.

له دې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال وزیر مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو له د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یو ان او ډي سي) چارواکو سره په کتنه کې وویل، چې په ټول هېواد کې یې د کوکنارو کښت او تولید صفر ته رسېدلی دی او په خبره یې «اوس باید بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت ترویج شي».

د دغې ادارې ريیس انوجا سودا هم د کوکنارو لپاره د بدیل کښت پر دودولو ټينګار وکړ: «افغانستان کې د کوکنارو کرکيله صفر ته نژدې ده. موږ په دې برخه کې کار کوو او نړۍ ته یې رسوو، موږ د عامې روغتيا له وزارت سره په نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې کار کوو خو اړتیا ده، چې کروندګرو لپاره د کوکنارو بديل کښت ترويج او له دوی سره مرستې او همکارۍ وشي».

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د افغانستان ملي دفاع وزارت په بدخشان کې د کوکنارو له تازه کښته د زرګونه جرېبه ځمکې د پاکېدو خبر ورکړ.

د دغه ولایت مسئولینو ویلي وو، چې امنیتي ځواکونو یې د کوکنارو اړولو کمپیان په ترڅ کې په بدخشان کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي وو، چې ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د کمپاین له پیل څخه تر دا مهاله پینځه زره جرېبه  کوکنار د بدخشان په ارګو او داریم ولسوالیو کې له منځه وړي دي.

دا چې د کوکنارو لپاره ډاډمن بدیل څه کېدی شي، چې کروندګر له اقتصادي پلوه زیانمن نه کړي؟

د کرنې د برخې پوهان وايي، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د یو شان کرکيلې او کښتونو لپاره هوا برابر نه ده. دوی وايي، په مختلفو سیمو کې باید مختلف کښتونه و ازمایل شي.

د ځینو خبرونو په حواله هلمند کې کشاملي او د پیستو باغونه د کوکنارو لپاره ښه بدیل ګرځېدلی او په ننګرهار، بلخ او هرات کې خلکو د کوکنارو پر ځای ځمکني توتانو کرلو ته مخه کړې ده، چې د معلومات پر بنسټ ښه حاصلات ورکوي.

د افغانستان په ځينو سیمو کې هینجه هم د کوکنارو لپاره د کښت ډاډمن بدیل ګڼل کېږي.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button