
اقتصاد
کرنې وزارت زرګونه جریبه ځمکه بهرنیو پانګوالو ته په اجارې ورکړې ده
د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي، چې د کرنې برخې د پراختیا په موخه زرګونه جریبه ځمکه کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په اجاره ورکړل شوې ده. د دغه وزارت ویاند وایي پانګوال به د کرنې برخې له پانګونې سربېره د کرنیزو محصولاتو پر پروسس او د تولیدي کارخونو پر جوړولو هم پانګونې وکړي. دغه وزارت وايي، چې په افغانستان کې د کرنې د میکانیزه کېدو لپاره یې پنځه کلن پلان چمتو کړی دی. بلخوا یو شمېر کروندګر له سرپرست حکومته غواړي چې د کیمیاوي سرې، سړو خونو او د ځمکو د خړوبولو کې ورسره مرسته وکړي. په افغانستان کې د کلیوالو سیمو ډیر خلک په کرکېله بوخت دي او له همدې لارې عواید تر لاسه کوي، خو په وروستیو کې د سېلابونو بهېدو د کلیوالو سیمو اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.