اقتصاد

کرنې وزارت د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړې

د کرنې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره په کتنه کې وویل چې دغه وزارت د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې د مثبت بدلون د رامنځته کېدو په موخه يې ګړندۍ هڅې پیل کړې دي.

د کرنې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره په کتنه کې وویل چې دغه وزارت د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې د مثبت بدلون د رامنځته کېدو په موخه يې ګړندۍ هڅې پیل کړې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطا‌ءالله عمري پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(FAO)  له رییس ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل.

دواړو لوریو په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د پراختیا په موخه د ګډو چارو او فعالیتو پر همغږۍ  او ترسره کولو خبرې اترې وکړې.

د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د افغانستان له کروندګرو او مالدارانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د هڅو او ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل، چې د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او د څارویو خوراکي توکو د وېش په برخه کې هڅې يې د پام وړ دي.

عمري د څارویو د نسل اصلاح، د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو، د څارویو د خوړو د برابرولو، د ملخانو له یرغل سره د مبارزې، د اصلاح شویو تخمونو د وېش زیاتوالي، د طبیعي زېرمو ساتنې په ځانګړې توګه ځنګلونه او د لبنیاتو د پروسس فابریکې جوړولو ته د دې ادارې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې د مثبت بدلون د رامنځته کېدو په موخه يې ګړندۍ هڅې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رئيس ریچارډ ټریچارډ  په دغه کتنه کې د کروندګرو او بڼوالو سره د همکارۍ په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پر ژمنتیا خبرې وکړې او ویې ویل: ( سږ کال په پام کې لرو، چې د غنمو ۳۱ زره متریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه په بزګرانو ووېشو، همدا ډول د څارویو د خوراکي توکو او د سبو تخمونو وېش د هغو مرستو یوه برخه ده، چې د وچکالۍ له امله زیانمنو د سبو کروندګرو او بزګرانو سره مرستې کوو).

نوموړي له بېلابېلو نړیوالو بنسټونو او موسسو سره د خپل سفر او خبرو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، ډېری نړیوال بنسټونه د افغانستان له کروندګرو او مالدارو کورنیو سره همکارۍ ته لېواله دي او دوی دې برخې ته ډېر ارزښت ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د کرنې له وزارت سره یو له همکارو بنسټونو څخه ده، چې له بزګرانو او بڼوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او دا لړۍ لا هم دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button