ټولنه او کلتور

کرنې وزارت:افغانستان ۲،۲۷ میلیون مټریک ټُنه غنمو ته اړتيا لري

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسئولينو ويلي: سږکال که څه هم هېواد کې د اورښتونو له امله د غنمو حاصلات لوړ شوي، خو په کور د ننه د غنمو اړتیا ته په پام باید ۲،۲۷ میلیون مټریک ټُنه غنم له بهره افغانستان ته وارد شي.د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصبا‌ح‌الدین مستعین رسنيو ته ویلي چې روان کال افغانستان په ټولییزه توګه څه باندې شپږ میلیون مټریک ټُنه غنمو ته اړتیا لري چې څه باندې څلور میلیون مټریک ټُنه یې په کور دننه تولیدېږي.هغه وویل: «د تېرو دوو کلونو په پرتله ۱۴۰۲ کال کې د غنمو حاصلات له دې امله زیات شوي چې ۳۰۰زره جریبه ځمکه چې کوکنار پرې کرل کېدل، غنم پرې کرل شوي او  د موسمي بارانونو زیاتوالي هم پرې اغېزه لرله. ټوله کې مو حاصلات ۴،۳۵ مټریک ټُنه و، خو تقاضا ۶۲، ۶ مټریک ټُنه ده او ۲،۲۷ مټریک ټُنه باید له بهر پوره شي.»بل‌خوا د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې سږکال د تېر کال په پرتله ۱۳سلنه د حاصلاتو غنمو کې زیاتوالی راغلی دی.د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د سپوږمکۍ پرمټ د اخیستل شویو تصویرونو د تحلیل او تجزیې په پایله کې جوته شوې چې د غنمو د کښت سیمه هم ۹سلنه پراخه شوې ده.د کرنیزو چارو کارپوهان بیا وايي چې افغانستان پراخې طبیعي سرچینې لري او یوه منظم پلان ته اړتیا لري، څو د اړتیا وړ غنم په کور دننه تولید شي.د کرنیزو چارو کارپوه او د پوهنتون استاد خادم همدم وویل: «دا ۱۳سلنه د اړتیا یوه برخه برابروي، خو په عمومي توګه نشي کولای چې د خوړو خوندیتوب برخه کې اغېزمن ثابت شي. د غنمو حاصلاتو ډېروالي لپاره سروې او څېړنو ته اړتیا ده، کروندګرو ته باید د کښت په اړه پوهاوی او د کار تګ‌لارې وروښودل شي.»په همدې حال کې د کرنیزو چارو کارپوه محمدمسعود ابراهیم‌خېل سلا‌م‌‌وطندار ته وویل چې اوسنیو شرایطو ته په کتو او اقلیمي بدلون ته په پام، د غنمو حاصلات له واقعیته لرې دي. «د افغانستان ځان‌بسیاینې لپاره اړتیا ده چې د ځمکې لاندې اوبو او دښتې چې لري په سمه توګه ترې استفاده وشي.»د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال څه باندې لس مټریک ټُنه غنمو ته اړتیا لري چې څه باندې پنځه مټریک ټُنه یې له هېواده بهر راواردېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button