اقتصاد

کرنې وزارت:افغانستان به ډېر ژر د کرنې  برخه کې پر ځان بسیا شي

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي. نوموړي زیاته کړې، افغانستان باید له یوه وارداتي هېواده پر صادراتي هېواد بدل شي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي. نوموړي زیاته کړې، افغانستان باید له یوه وارداتي هېواده پر صادراتي هېواد بدل شي. د کرنې وزارت سرپرست زیاتوي، د وچکالۍ د مخنیوي په موخه دغه وزارت هڅې کوي چې اوبه په سمه توګه مدیریت کړي. عطاءالله عمري ټینګار کوي چې وار له مخه پر کرنیزو ځمکو د مراکشي ملخانو د یرغل مخنیوی کړی دی. تر دې مخکې ، د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي وو چې د دوامدارې وچکالۍ او پر کروندو د ملخانو د یرغل له امله به په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د غنمو د محصولاتو کچه له ۳۰ تر ۳۵ سلنې را ټیټه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button