روغتیا

کراچۍ کې سختې ګرمي د ۳۶ تنو ژوند اخیستی

د پاکستان کراچۍ ښار کې د تېرو دریو ورځو په لړ کې سختې ګرمۍ د ۳۶ تنو ژوند اخیستی دی.

ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې لیکلي چې په دې ښار کې ګرمي اوج ته رسېدلې چې د برېښنا پرچاوي هم ورسره ډېره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې ښوونځي هم رخصت کړي او خلکو ته یې له کوره د نه وتلو خبرداری ورکړی
و.

د راپورونو له مخې کراچۍ کې په دې وروستیو کې د تودوخې درجه تر ۵۰ درجو رسېدلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button