اقتصاد

کاپيسا کې ۱۲ پروژې ګټې اخيستنو ته وسپارل شوې

کاپيسا کې ۱۲ پروژې چې پکې ۱۴۰۸ متره ګابيون کاري، ۶۳۱ متره د سيند غاړو تحکيمات او ۵۰ متره د سربند پخونه شاملې وي د پنځه سوه اتيا زره، اووه سوه او څلوېښت(۵۸۰۷۴۰) آمريکايي ډالرو په ارزښت د کاپيسا ولايت مرستيال محترم شيخ اسدالله سنان، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان( اف اې او) دفتر عمومي مسئول محترم ريچارد او يو شمېر نورو سيمه ييزو مسئولينو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.په دغو پروژو کې د ده بابي، نورالدين خيلو، قول پرچاو، بادام علي او د بوله غين سيلبر تحکيمات او د تولات کانال، د ميره خيل کلي، د پايکو کلي استنادي ديوال، د بهلول خيلو کلي، د شکر خيلو کلي استنادي ديوال، د تګاب ولسوالي د ادې زائيو کلي استنادي ديوال سنگ کاري او همدارنګه د آله ساي ولسوالي د پرادور کلي ګابيوني ديوال جوړول شامل وو، بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د دغو پروژود ګټې اخيستنې په غونډه کې د اف اې او دفتر عمومي مسئول وويل هغه څلور پروژې چې په ۲۰۲۳ کال کې ټاکل شوې وي، خو پلي نه شوې په ۲۰۲۴ کال کې په پلي شي.

د يادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د اف اې او سازمان په مالي ملاتړ د کاپيسا سينديزې فرعي حوزې په مربوطاتو کې د کاپيسا کهنه شرکت له لوري د لسو مياشتو په موده کې پلي او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button