ټولنه او کلتور

کاپيسا کې خلکو پر خپل شخصي لګښت درې پوړيز جومات جوړ کړ

د کاپيسا د مرکز محمود راقي ښار په جام‌چي سيمه کې خلکو پر خپل شخصي لګښت د (( حضرت محمد ص)) په نامه درې پوړيز جومات جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارلی دی.

د کاپيسا د مرکز محمود راقي ښار په جام‌چي سيمه کې خلکو پر خپل شخصي لګښت د (( حضرت محمد ص)) په نامه درې پوړيز جومات جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارلی دی.د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس کريم‌الله وثيق وايي ،چې دغه جومات د يادې سيمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړ شوی دی.نوموړي که څه هم پر ياد جومات د لګول شويو پيسو په اړه څه نه‌وايي، خو زياتوي چې دغه جومات په درېو پوړونو کې په اساسي ډول رغول شوي او په يوه وخت کې ۱۰۰۰ لمونځ کوونکي په‌کې لمونځ اداء کولای شي.له دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د خلکو او سوداګرو ترڅنګ د حکومت له لوري هم جوماتونه رغول شوي دي.د افغان حکومت د وزيرانو شورا هم څه موده وړاندې پرېکړه کړې وه چې د هېواد پر لويو لارو دې د مسافرو لپاره جوماتونه جوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button