اقتصاد

کانونو وزارت: د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي دي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پرو‎ژې تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال ډاډ ورکوي، چې د ټاپي پروژې په وړاندې هڅ کومه ستونزه نشته او دم‌ګړۍ په هرات ولایت کې د دغې پروژې په مسیر کې د ځمکو استملاک کار روان دی. د کانونو وزارت دغه چارواکی وايي، د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې عملي کېدو لپاره له ترکمنستان سره خبرې روانې دي. دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې له ۷۰ تر ۸۰ پورې کوچني کانونه په کابل او ولایتونو کې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او له ۴۰۰ ډېرې کاني سیمې او ظواهر په ابتدایی توګه سروې شوې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د کانونو له برخې څه باندې ۱۷ مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، تر ټولو ډېر عواید د ډبرو سکرو له درکه ترلاسه شوي دي. د سرپرست حکومت له بیا واک ته رسېدو راهیسې د هېواد د ډبرو سکرو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او د هېواد د ډبرو سکرو ډېره برخه پاکستان ته صادر شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button