اقتصاد

کانونو  او پټرولیم وزارت: ډېر ژر به افغانستان د نفتو صادروونکی هيواد شي

د کانونو  او پټروليم وزارت مسئولين وايي، چې د تېلو او ګازو د استخراج په برخه کې يې هڅې روانې کړې دي. د دې وزارت وياند ويلي، چې د نفتو په برخه کې ۱۷ څاګانې فعالې دي او له دې سره به لس سلنه اړتيا پوره شي.

د کانونو  او پټروليم وزارت مسئولين وايي، چې د تېلو او ګازو د استخراج په برخه کې يې هڅې روانې کړې دي. د دې وزارت وياند ويلي، چې د نفتو په برخه کې ۱۷ څاګانې فعالې دي او له دې سره به لس سلنه اړتيا پوره شي. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې هيله څرګنده کړې چې د يادو حوزو له کشف او استخراج وروسته به هيواد د نفتو او ګازو له پلوه پر ځان بسيا شي او راتلونکې کې به د تېلو د صادروونکو هيوادو په لېست کې هم شامل شي. مسئولين وايي ، دا چې افغانستان د نفتو او ګازو له اړخه يو بډاي هيواد دی؛ خو په تېرو څو کلونو کې له يادو ذخيرو څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته شوې. دوی وايي: هڅه يې داده چې له شبرغان څخه تر مزار پورې د ګازو پايپ لاين وغځول شي او په ياده سيمه کې د ګازو نورې  څاګانې هم کشف شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button