ګزارش

کانونو او پټرولیم وزارت: په کورد ننه دې کانونه پروسس شي

شریعت: په دې وروستيو کې ایراني چارواکو ویلي وو، چې له افغانستانه زر ټُنه زینک یا روی ډبره صادره شوې ده.په دغارون بندر کې د ایران د ګمرکونو لوی مدیر سید حسن رحیمزاده څرګنده کړې وه، چې دغه ډبرې لومړی له بامیان څخه هرات او وروسته له هغه ځایه ایران ته صادر شوې دي.

شریعت: په دې وروستيو کې ایراني چارواکو ویلي وو، چې له افغانستانه زر ټُنه زینک یا روی ډبره صادره شوې ده.په دغارون بندر کې د ایران د ګمرکونو لوی مدیر سید حسن رحیمزاده څرګنده کړې وه، چې دغه ډبرې لومړی له بامیان څخه هرات او وروسته له هغه ځایه ایران ته صادر شوې دي.د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو که څه  هم د سید حسن رحیمزاده دغه څرګندونې په کلکه رد نه کړې خو ویې ویل، چې د اسلامي امارت له لوري د زینک په ګډون د قیمتي ډبرو او نورو کانونو د قرارداد لپاره د هېواد دننه پروسس لومړی او اساسي شرط دی.د دغه وزارت ویاند همایون افغان شریعت ورځپاڼې ته وویل:«تر دامهاله چې د زینک او لویو کانونو څومره تړونونه شوي دي، لومړی شرط یې دا دی چې پروسس یې باید سل په سلو کې په کور د ننه وشي او کوم چې د اکتشاف په مرحله کې دي، له استخراج وروسته چې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي داخل د افغانستان به وي».هغه ایران ته د زر ټُنه صادر شوې زینک ډبرې په اړه د ایراني چارواکي له خولې خپاره شوي خبر په تړاو وویل، چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې په ځینو ځایو کې د خلکو له لوري په غیر قانوني بڼه د روی یا زینک ډبرې په ګډون سرب او جست ایستل شوي او د دې امکان شته چې اوس د سوداګرو له لوري صادر شوي وي.ده زیاته کړه: «له پخوا څخه د زینک، سرب او جستو معدنونه خلکو ایستلي په غیر قانوني ډول، نو که يې مقدار کم دی، هغو ته د پروسس فابریکې نه جوړېږي او امکان لري تجارانو ایران ته صادر کړي وي، هغه هم له اصولي لارې نه چې خپل ټول قانوني مراحل دې یې طۍ کړي وي».د افغان په وینا، په ټوله کې د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت پالیسي دا ده، چې خام توکي بهر ته پرې نږدي.نوموړي دا هم وویل، چې تر دا مهال له ایران سره د قیمتي ډبرو د کانونو په استخراج  او نورو برخو کې هیڅ ډول قرارداد نه لري.افغانستان د قیمتي ډبرو پراخ کانونه لري خو د لسیزو جګړو له امله ناقانونه کیندل کېدلې او شخصي صادرېدلې.د همدغو قیمتي ډبرو بهر ته د قاچاق، چې وروسته به د نورو هېوادونو په نومونو یادېدلې، د دې مخنیوي لپاره د کانونو وزارت چارواکو شرکتونو ته جواز ورکړی او په قراردادونو کې یې هم شرط لګولی، چې تر صادرولو مخکې قیمتي ډبرې پروسس کړي.له دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ویلي وو، که د افغانستان د قیمتي ډبرو مارکېټ ښه مدیریت شي د صادراتو ګټه به یې تر یو میلیارد ډالرو ورسېږي. د یادولو وړ ده، چې روی یا زینک هغه قیمتي ډبره ده چې د فلزاتو د زنګ وهلو د مخنیوي په موخه د برېښنايي پوښ ورکولو لپاره کارول کېږي.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button