اقتصاد

کاسازر پروژې له لارې به تر راتلونکي اوړي څه باندې یو میلیارد کیلوواټه برېښنا صادره شي

د منځنۍ اسیا ټایمز ورځپاڼې په یوه خبر کې ویلي چې د افغانستان له لارې به د راتلونکي کال تر اوړي پاکستان ته ۱.۲۵ میلیارد کیلو واټه برېښنا صادره شي.کاسا زر د قرغزستان او تاجکستان د برښنا هغه ګډه پروژه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان ته ترې برېښنا صادریږي.د دغې پروژې د پاتي چارو د بیا پیل تړون د روان کال په پیل کې د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د هوکړه لیک له مخې به، د کاسا زر پروژې له لارې ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه افغانستان ته او۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده چې نړیوال بانک ددې پروژې له سترو مالي ملاتړو بانکونو څخه دی چې افغانستان به ددې پروژې له درکه هرکال میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button