
کار پوهان:افغانانو ته لازمه ده، چې له زغم بردهبارۍ او حوصلې څخه کارواخلي
د لړم۲۶ مه،چې د زېږديز کال د نومبر له۱۶ مې سره سمون لري،د ملګرو ملتونو يا يونسکو له خواد زغم نړيواله ورځ نومول شوې ده.
د لړم۲۶ مه،چې د زېږديز کال د نومبر له۱۶ مې سره سمون لري،د ملګرو ملتونو يا يونسکو له خواد زغم نړيواله ورځ نومول شوې ده.دا داسې ورځ ده،چې د نړۍ په سطحه د سولې او پرمختګ لپاره منځ ته راغلې، په طبعيي توګه کولی شو د دغې ورځې سرچينه د بشرحقونو او په انساني کرامت کې ولټوو.په حقيقت کې هرکلتور د درناوي ارزښت لري او هېڅ باور د نورو کسانو له خوا د نفرت او ملنډو مستحق نه دی، په حقيقت کې زغم د دې واقعيت منل دي،چې انسانان پوه شي له يو بل سره توپير لري يا داچې ظاهري،موقعيتي،ژبنيز،سلوکي اوارزشي اختلافونو سره سره د دې حق لري،چې په سوله کې ژوند وکړي،هغه شان،چې دي و اوسي.سربېره پردې پربل چا د خپلې ارادې د تپلو حق او جواز هم نه لري، که چېرې دغه باورته ورسېږو،وبه توانېږو دجګړې پرته نړيواله سوله ييزه او د دوستۍ ټولنه ولرو.د دې ورځې ارزښت ته په کتو سره د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د تاريخ او اتنو ګرافۍ مشرڅېړنپوه دکتور محمد شريف ځدران د يوې مرکې په ترڅ کې زموږ خبريال ته داسې وويل:
افغانونو څلورنيمې لسييزې جګړې او ناخوالې تېرې کړي،زغم لرل موږ يووالي او پرمختګ ته رسولی شي.
موږ د پنځه څلوېښتو کلونو په اوږدو کې د پخواني شوروي اتحاد،امريکا ناتو او لويديځو هېوادونو له يرغل او همداسې د خپل هېواد په کورنيو چاروکې د ګاونډيو هېوادونو له لاسوهنوسره مخامخ شو.د دغو جګړو او لاسوهنو په پايله کې ډېرافغانان مړه او همداسې ډېرې ښځې کونډې ، بورې او ماشومان يتيمان شول، سربېره پردې زموږ د هېواد او خلکو اقتصاد صفر ته ورسېد، اوس هم افغانستان د يوه لوی بحران سره مخ دی، د نړۍ دمغرضو هېوادونو زړونه اوس هم پرافغانانو نه دي يخ شوي، زموږ د حکومت او ولس پروړاندې په بېلابېلو بڼو او پلمو سره خنډونه او ستونزې جوړوي.
دکتور ځدران زياته کړه:د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه، هېواد ته د افغان مهاجرو شړل اوځورول ،چې له يوې خوا ژمی را روان دی او له بل پلوه د مهاجرو وروڼو کورونه وران شوي، بشري ضداقدام شمېرل کېږي.په داسې حساسو شرايطو کې د افغان مهاجرينو اېستل ټولو افغانانو ته تاوان پېښ کړی دی.همدا اوس افغانستان ته د مهاجرينو په زوره شړلو بهير دوام لري، هره ورځ په زرګونو کډې هېوادته رااوړي.د دغو مهاجرينو مال،دوکانونه،جايدادونه او پيسې،چې د کلونو کار اوفعاليت په موده کې يې ترلاسه کړي دي ترې اخيستل کېږي، په داسې شرايطو کې،چې زموږ ملت ټپي دی او بېلابېلې ستونزې لري، نو افغانانو ته لازمه ده،چې له زغم ،برده بارۍ او حوصلې څخه کارواخلي،يو بل ته لاسونه ورکړي او له يو بله وغواړي عفو الله پاک د مسلمانانو په يووالي او اتفاق خوشحالېږي؛نو اړينه ده،چې له يوبل سره همکاري وکړو.که دا کار په اقتصادي برخه کې وي او که په نورو برخوکې د ګټور دی، هغه درنې افغان کورنۍ،چې هېوادته راروانې دي لازمه ده،چې د ځای د لرلو پرمهال په خپلو کورونو کې ځای ورکړو.که څوک درې کوټې لري يوه کوټه دې دوی ته ورکړي، په داسې سختو شرايطوکې،چې ژمی را روان دی له دوی سره مرسته د زغم او بخښنې لويه بېلګه شمېرل کېږي، که موږ افغانان غواړو،چې خپل ټپونه ملهم کړو،ښه به دا وي،چې د يو بل په وړاندې زغم،حوصله ،صبر ولرو او يو بل ته د همکارۍ،ورورولۍ او يووالي لاسونه ورکړو.دا وطن بايد په ګده سره جوړ کړو، په ګډه يې هغه مهال جوړولی شو،چې موږ يو د بل په وړاندې زغم،حوصله ولرو او همدارنګه يو بل ومنو او له يو بل څخه بخښنه وغواړو بايد په رښتينې توګه افغانان اوسو موږ افغانان د يوه هېواد خلک او اوسېدونکي يو؛نو موږ د افغانيت او اسلاميت په لحاظ سره وروڼه يو کله،چې وروڼه يو د يوه بل په وړاندې د زغم او برده بارۍ څخه کارواخلو او يو بل ته لاسونه اوږده کړو.که چېرې پخوانۍ ګيلې هېرې کړو،زه ډاډمن يم،چې زموږ ګران هېواد به جوړشي اوموږ به د ګاونډيانو له احتياجه خلاص او د يوې ځلانده راتلونکې پرلور به حرکت پيل کړای شو.
نوری- اطلاعات