سیاست

کارپوهان: د سيمې هيوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره د ټولګډونه حکومت نسخې وړاندې کوي

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي: ايران د افغانستان اوبه د خپلو ولسونو د ژوند لپاره آب حيات ګڼي او په افغانستان کې يې د مصرف مخالف دی او په خبره يې په دې وروستيو کې يې په دې تړاو د افغانستان په وړاندې تونده لهجه هم کارولې .دوی وايي: له تيرو دو کلونو راهيسې چې تهران کابل ته د ټولګډونه حکومت توصيه کوي له دې يې موخه د افغانستان په نظام کې د هغو کسانو ځای پرځای کول دي،چې د ايران ګټو ته ژمن دي. د کارپوهانو په خبره، د افغانستان ګاونډي او د سيمې ځينې هيوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت خبره کوي، چې د دې ترشا دوه موخې تعقيبيږي، د افغانستان نظام ته د دوی دنږدي کسانو داخلول،چې ګټې يې وساتي او بل هم پرافغان حکومت فشار دی،چې د دوی په باور له دې لارې به څه ترلاسه کړي.دغه راز کارپوهان په ټوله کې په دې باور دي، چې ځينې ګاونډې هيوادونه هم په افغانستان کې ايران ته ورته ګټې لري.د سياسي چارو کارپوه قريب الرحمان شهاب وايي: (( د ټولګډونه حکومت غږ ،چې د سيمې له هيوادونو پورته کېږي، هغوی په دې کې دوه موخې لري، لومړۍ دا چې د افغانستان په سياسي جوړښت کې خپل لاس پوڅي او عناصر ولري، چې خپلې ګټې پرې تامين کړلی شي او بله دا ،چې دا مسئله دوی د فشار په توګه کاروي چې بيا يو څه ترلاسه کړي.)) ځينې نور بيا وايي: کوم ټولګډونه حکومت ،چې د افغانستان ګاونډيان توصيه کوي، افغانانو ته د منلو نه دی.دوی وايي: هغه هيوادونه چې د کابل لپاره ټولګډونه حکومت غواړي لومړی دې پر ځان تطبيق کړي ، په ايران کې يوازې يوه ډله، په هغه هيواد کې پر مېشتو بېلا بېلو قومونو او مذاهبو د زور حکومت چلوي.

د سياسي چارو کارپوه سرور نيازی وايي: (( کوم ټولګډونه حکومت چې زموږ ګاونډيان غواړي، چې دوی خپلې ګټې د خپلو عناصرو په وسيله تامين کړي داسې ټولګډونه حکومت افغانان نه غواړي، چې ايران په خپله ټولګډونه حکومت نه لري.))

کارپوهان وايي: د افغانستان ګاونډي او د سيمې ځينې هيوادونه غواړي، چې يو ځل بيا په افغانستان کې د دوی دخوښې اداره رامنځ ته شي او د کابل په کورني او بهرني سياست کې استازي ولري،چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره د ټولګډونه حکومت نسخه وړاندې کوي.

د سياسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: (( دغه هيوادونه، چې په حقيقت کې د افغانستان لپاره بد سياستونه لري، غواړي بيا په افغانستان کې داسې يوه لاس پوڅې اداره رامنځ ته کړي، چې د دوی د ګټو دساتلو لپاره د افغانستان په سياست کې يې استازي وي.))

د سياسي چارو کارپوه توريالی ځاځی بيا وايي: له افغان حکومت  څخه يې غوښتنه داده، داسې سياست غوره کړي،چې له دې وروسته هېڅ هيواد د افغانستان د حکومت د څرنګوالي دنسخې وړاندې کولو جرئت ونه کړي.

ځاځي وايي: اسلامي امارت بايد هغو غونډو ته ،چې د دوی استازو ته په کې د ګډون بلنه نه ورکول کېږي ارزښت ورنه کړي.

ده زياته کړې: ((  اسلامي امارت اوس په ټول افغانستان کې حاکم دی او خپل استقلاليت بايد وساتي او هېڅ هيواد بايد اجازه ورنه کړي، چې د حکومتونو وړانديزونه ورته وکړي او د نړۍ د هيوادونو هغو غونډو ته ارزښت ورنه کړي،چې د دوی استازي په کې نه وي.))

 په دې تړاو بيا د اسلامي امارت دريځ واضح دی ، کابل تل ټينګار کړی دی، چې حکومت يې ټولګډونه دی سربېره پردې، چې په کابينه کې يې د ټولو قومونو او ولايتونو استازي برخه لري، بلکې د مخکېني حکومت ۵۰۰ زره مامورين ورسره کار کوي، چې په کې د ټولو ژبو ويونکي او دمذاهبو پيروان شتون لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button