
کارپوهان: دافغانستان پرمختګ په پوهې پورې تړلې ده
د پوهه د سولې او پراختیا په خدمت کې نړیواله ورځ؛ کار پوهان وايي د افغانستان پرمختګ او پر ځان بسیاینه په پوهې پورې تړلې ده
د پوهه د سولې او پراختیا په خدمت کې نړیواله ورځ؛ کار پوهان وايي د افغانستان پرمختګ او پر ځان بسیاینه په پوهې پورې تړلې ده
د نوامبر لسمه (پوهه د سولې او پراختیا په خدمت کې) نړیوالې ورځې ته ځانګړې شوې. که څه هم افغانستان د بشري ځواک له نظره یو غني هېواد دی خو د پرلپسې تپل شویو جګړو له لاسه په هغه علم او پوهې نه دی سمبال شوی چې نړۍ یې پر مخ بیولې ده، له همدې کبله د وروسته پاتې هېوادونو په کتار کې راځي.
د نظر خاوندان څرګندوي، که افغانستان د ټکنالوژۍ، انکشاف، صنعت او نورو برخو له اړخه د نړۍ له نورو هېوادونو سره پرتله شي تر هغې هم وروسته پاتې دی چې فکر یې کېږي.
د ټولنیزو چارو کارپوه ذکي الله محمدي د انیس ورځپاڼې له خبریال سره په یوه مرکه کې د افغانستان د نه پرمختګ پړه پر هغو حکومتونو بار کړه، چې کلونه کلونه د واک پر ګدۍ پاتې شوي خو د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې پر ځای یې هڅې په شخصي ګټو ورټولې وې.
نوموړي وویل، د دې لپاره چې د شاته پاتې هېوادونو له کتاره افغانستان راوباسو او د پرمختللو یا لږ تر لږ د مخ پر ودې هېوادونو په کتار کې یې ودروو او له نړۍ سره سیالي وکړو، پکار ده چې د تخصص تر کچې په هره برخه کې علم او پوهه تر لاسه کړو.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانانو ته د هراړخیزې پراختیا لپاره په دې عصر کې په کومو علومو ترکیز پکار دی؟ د پوهنتون استاد او د سیمې اوضاع څارونکي ناصر شفیق وویل، چې د څلوېښت کلنو جګړو په پایله کې زیانمن شوی او له پرمختګه لوېدلی افغانستان په دواړو معنوي او مادي برخو کې د پرمختګ لپاره عملي پوهې خپلولو ته اړتیا لري.
ښاغلي شفیق انیس ورځپاڼې ته وویل:«د معنویاتو د تعمیر لپاره په دین د ښه پوهېدو تر څنګ په مادي اړخ کې د هېواد د پراختیا او ابادۍ، ښار او سړک جوړونې او د اوبو پر سر د بندونو جوړولو لپاره د انجینرۍ بېلابېلو علومو حاصلولو ته اړتیا ده. دغه راز پر ځان بسیاینې او اقتصادي ودې لپاره د اقتصاد او سوداګرۍ اړوند علومو ته اړتیا ده. د روغتیا په برخه کې طبي علومو باندې پوهېدل او د وسایلو د جوړولو او کارولو علم اړین دی او له نړۍ سره د ښکر وهلو لپاره په ټکنالوژۍ، دفاعي علومو او وسایلو برلاسي لرل مهم دي».
نوموړی وايي، پوهه او پراختیا دوه انساني غوښتنې دي، چې له یو بل سره نه پرېکېدونکې اړیکې لري. د هغه په باور، یو هېواد له ظرفیتونو پرته نشي کولی چې د ټولنې اړتیاوې پوره او د نړۍ په کچه پرمختګ وکړي او زیاته یې کړه، چې ظرفیتونه د علم پر بنسټ روزل کېږي.
دی همدارنګه وايي، که افغانستان د نړۍ سره د سیال کېدو لپاره امکانات او وسایل د خپلو خامو موادو یا له نړۍ سره د تعامل له لارې پیدا هم کړي نو د پرمختګ، ثبات او نظام د بقا لپاره ذهني ځواک، لازمې پوهې او ظرفیتونو ته اړتیا ده څو له دغو وسایلو څخه ګټه واخلي.
کارپوه ذکي الله محمدي هم د هېواد دوامداره پرمختګ، سوله او ثبات له پوهې سره تړلی وباله او زیاته یې کړه، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره حکومت ته پکار دي چې په ټولو ادارو کې چارې اړوندو متخصصینو او وړ اشخاصو ته وسپاري.
بل لور ته د اسلامي امارت مسئول وايي، د یو مسئول حاکم نظام په توګه خپلو هېوادوالو ته کار کوي او په دې باور دي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره مستعدو کدرونو، متخصصینو او پوهانو ته اړتیا ده.
د کار او ټولنیزو چارو ویاند سمیع الله ابراهیمي انیس ورځپاڼې ته وویل، چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره د حکومت مشرانو له لوري د بېلابېلو کنفرانسونو له لارې په وار وار د هېواد دننه او بهر افغان علمي کادرونو، ځوانانو او پوهانو ته بلنه ورکړل شوې څو راشي او د هېواد په پراختیا او ابادۍ کې برخه واخلي.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه: «هغه کسان چې نوي په دندو ګمارل کېږي، د دوی تخصص، تعهد او تجاربو ته په کتو سره د مختلفو وزارتونو او ادارو خالي بستونه د ازاد رقابت له لارې ډکېږي، چې شایسته سالارۍ او تخصص ته د ارزښت ورکولو بېلګه ده».
نوموړي همدا رنګه وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ګډون د اسلامي امارت ټول وزارتونه او ادارې د ازموینو له ملي ادارې او اصلاحاتو ادارې سره په ګډه کار کوي تر څو د بېلا بېلو برخو مختصصین اړوندو ادارو ته جذب او ګټه ترې واخلي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ولس لویه برخه یې د اوږدو تپل شوو جګړو په پایله کې له پوهې محروم شوي او همدا سبب دی چې د اقتصاد، صنعت، رغښت او په بله هره برخه کې له پرمختګ څخه پاتی دي خو اوس چې په افغانستان کې د جګړو لمن ټوله شوې، د دې فرصت برابر شوی چې د پوهې او تخصص پر مټ د پرمختګ لار ونیسي او ځان د نړۍ له سیالو هېوادونو سره سیال کړي.
نذیر منیب- اطلاعات