ټولنه او کلتور

کارپوهان: امريکا د خپلو موخو لپاره د سيمې يو شمېر هيوادو سره دوه اړخيزې اړيکې پالي

که څه هم د امريکا او افغانستان د چارواکو ترمنځ په قطر کې د شريکو مسايلو په تړاو بېلابېلې ناستې شوي؛ خو اوس يو ځل بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي: د افغانستان په تړاو د سيمې له هيوادونو سره د بحث لپاره يې لوړ پوړي چارواکی پر سفر وتلی دی.

که څه هم د امريکا او افغانستان د چارواکو ترمنځ په قطر کې د شريکو مسايلو په تړاو بېلابېلې ناستې شوي؛ خو اوس يو ځل بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي: د افغانستان په تړاو د سيمې له هيوادونو سره د بحث لپاره يې لوړ پوړي چارواکی پر سفر وتلی دی.بله خوا د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي: له افغانستان سره د چين او روسيې د نږدېوالي له امله امريکا غواړي، ترڅو په سيمه کې د خپلو ناوړو موخو د تعقيب لپاره له يو شمېر هيوادونو سره اړيکې وپالي.دوی له افغان حکومته غواړي، چې د نورو هيوادونو د مداخلې مخنيوي  ته دوام ورکړي ترڅنګ دې له نړۍ سره سياسي اړيکې لا پراخې کړي.د سياسي چارو شنونکی خليل احمد نادم وايي:  (( د ګاونډيو، لرې او نږدې هيوادونو استازي افغانستان ته سفر کوي، لکه چې د ماليزيا پلاوی راغلی و، د اسلامي کنفرانس پلاوي راغلی و، د قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان هيوادونو پلاوی راغلي وو، چين دلته ډېر فعال دی او امريکا غواړي، چې له قافلې وروسته پاتې نه شي، دلته خپل سياست فعال کړي او د افغانستان په مسايلو کې ځان دخيل وبولي؛ نو د همدې لپاره قطر ته راغلي او قطري او پاکستاني چارواکو او د نورو هيوادونو چارواکو سره د افغانستان په تړاو قطر کې ملاقاتونه لري.))د سياسي چارو شنونکي توريالی ځاځی وايي:  ((  دا د اسلامي امارت مسئوليت دی ، چې په افغانستان کې حاکم دي ، نړيوالو ته خپل استقلاليت اعلان کړي ،چې موږ له ټولې نړۍ سره وغواړو ډيپلوماټيکې اړيکې ولرو او د نورو هيوادونو استازيتوب او يا هغه هيوادونه چې غواړي زموږ د هيواد په اړه خبرې وکړي موږ ته نوره هېڅ د منلو نه ده.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button