سیاست او دولت

کارپوهان:د سياسي مخالفينو نيوکې د حکومت پر ځای خلکو او هيواد ته زيان رسوي

دافغان حکومت يو شمېر بهر مېشتي سياسي مخالفين، وخت ناوخته له هيواده بهراعتراضيه غونډي کوي او بهرنيو رسنيو کې په را ښکاره کېدو سره پرسرپرست حکومت سختې نيوکې کوي.

دافغان حکومت يو شمېر بهر مېشتي سياسي مخالفين، وخت ناوخته له هيواده بهراعتراضيه غونډي کوي او بهرنيو رسنيو کې په را ښکاره کېدو سره پرسرپرست حکومت سختې نيوکې کوي.د سياسي چارو کارپوهان د يادو مخالفينو د نيوکو څرنګوالي ته په کتو وايي: ياد اشخاص او افراد په جګړې کې خپلې ګټې لټوي او په خبره يې دا چې د افغان حکومت په راتګ سره د دولت له مزاياوو بې برخې شوي، د عقدوي چلن له مخې بې‌ځايه تورونه پورې کوي.دغه راز کارپوهان  وايي: د دوی دغه ډول نيوکې او کړنې پر حکومت هېڅ اغېزه نه لري؛ خو  د هيواد راتلونکي ته زيان اړولی شي.د سياسي چارو کارپوه نجيب الله جامع وايي:  ((  الحمدلله د افغانستان ملت په ټولو ملي مسئلو او کشالو کې واحد او متحد نظر لري. هغه برخه يا ډله افغان سياستوال چې په تېر کې يې هم ښه ازموينه نه ده ورکړې، له ملي ګټو، ملي هويت، له افغان تاريخ او ارزښتونو تېر شوي؛ که هغوی د بهرنيانو د يرغل او تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې کېږي، لکه څنګه چې يو شمېر د پاکستان د وروستي تېري پر وړاندې چوپه خوله پاتې وو او يا هغوی چې د پرديو د تورونو دفاع کوي؛ دوی به تاريخ ته سخت محکوم، ملامت او افغان ملت ته ځواب ورکوونکي وي.)) بله خوا ځينې نور بيا وايي: بهر مېشتو منتقدو اشخاصو د مخکېني حکومت پر مهال د فساد او خلکو سره د نامناسب چلن له امله په ولس کې خپل مجبوبيت له لاسه ورکړی او اوس يي عام خلک پر کړنو بې باوره دي.دوی زياتوي، ښه دا ده چې ياد کسان د مخالفت پرځای د هيواد د جوړولو او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.د سياسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:  ((  دا اوس تاسو ګورئ چې له هيواده بهر دغه ډول کسان داسې فکر کوي، چې افغانستان دې وران شي، خو زما ګټې دې وي. تاسې وګورئ چې دوی په دا۲۰ کلونو کې څومره په فساد کې ښکېل وو، هيواد يې د بربادۍ خوا ته بوته، په ميلياردونو ډالره د افغانستان د خلکو د مرستو په نامه هيواد ته راغلل؛ خو له بده مرغه دا د دوی شخصي جېبونو ته لاړل.))     

 د سياسي چارو کارپوه توريالی ځاځی وايي:  ((  دا چې د اسلامي امارت سياسي مخالفين د دوی پر ضد منفي تبليغات کوي، دوی خو لومړي زه بايد ووايم سياسي مخالفين نه دي، بلکې د هيواد ورانوونکي او د ولس قاتلين دي. د دوی خبرې د ولس په منځ کې هېڅ ارزښت نه لري او د کرکې وړ ګرځېدلې دي))          

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button