اقتصاد

کابل کې 5 لویې پــروژې پــرانیستل شـوې

د کابل ښاروالۍ له لوري په کابل ښار کې د سړک جوړونې او اقتصادي ودې د ۳ پروژو چارې پیل او د ۲ نورو پروژو چارې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالۍ له لوري په کابل ښار کې د سړک جوړونې او اقتصادي ودې د ۳ پروژو چارې پیل او د ۲ نورو پروژو چارې بشپړې شوې.

له همدې کبله په جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او یوشمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا افتصادي مرستیال په یادو مراسمو کې وویل چې د کابل ښار د اقتصادي ودې او معیاري  کېدو په برخه کې یادې پروژې له خورا ارزښت څخه برخمنې دي او له ټولو ښاریانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د کابل ښار د معیاري پراختیا او د پروژو د پلي کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار واوسي.

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجنیر عامر یاسر وویل چې، د دې پروژو له ډلې یوه یې د قمبر له څلورلارې تر ذاکرین ښارګوټي پورې د پلو لارو، لښتیو، استنادي دیوالونو، ترافیکي دهلیزونو او نورو برخو په ګډون د کابل د شمال او لوېدیځ نښلوونکي سړک جوړول دي، چې چارې به یې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ۷زره ۶۴۵ متره اوږدوالي او ۳۰ متره سور په درلودلو سره په معیاري توګه د ۱۸ میاشتو په موده کې د ۵۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شي.

د نوموړي په وینا د دې پروژو له ډلې د خوشحال خان مینې له ج برخې ( قلعه وزیر) څخه د کمپنۍ- قرغې تر څلوېښت متره سړک پورې د نښلوونکي سړک جوړول دي، چې چارې یې د ۱۰۵۰ متره په اوږدوالي او د ۳۰ متره سور په لرلو سره د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل چې د دې سړکونو په جوړېدو سره به د کابل ښار اقتصادي او معیاري ودې ته زمینه برابره شي او له بل لوري به ورسره جوخت د کابل ښار ترافیکي حجم ووېشل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button