ګزارش

کابل کې نږدې ۱۰۰ تنه په حرفوي زدکړو سمبال شول

د تخنیکي او مسلکي زدکړو اداره چې هېواد کې خلک ازاد بازار ته په کتو په تخنیکي او مسلکي زدکړو روزي او له همدې امله ځوانانو ته د کار زمینې مساعدېږي. تازه همدې ادارې په کابل کې نږدې ۱۰۰ تنو زدکوونکو ته درې میاشتنۍ زدکړې ورکړلې او بازار ته یې د کار کولو لپاره وړاندې کړل.

62 / 100

د تخنیکي او مسلکي زدکړو اداره چې هېواد کې خلک ازاد بازار ته په کتو په تخنیکي او مسلکي زدکړو روزي او له همدې امله ځوانانو ته د کار زمینې مساعدېږي. تازه همدې ادارې په کابل کې نږدې ۱۰۰ تنو زدکوونکو ته درې میاشتنۍ زدکړې ورکړلې او بازار ته یې د کار کولو لپاره وړاندې کړل.

همدې ادارې د انیس ورځپاڼې خبریال ته په لیکلي پیغام کې لیکلي دي، چې د تخنیکي او مسلکي زدکړو ملي ادارې له حرفوي پروګرامونو څخه نږدې ۱۰۰ تنه فارغ شول چې د لنډ مهاله حرفوي روزنیزو پروګرامونو هغه دوره چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په احمدشاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې په لاره اچول شوې وه پای ته ورسېده.

په دغه روزنیز پروګرام کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته د ګرځنده تیلیفونونو د ترمیم، خیاطۍ او فلزکارۍ په برخه کې په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې راځي، چې د دغه ښوونیز پروګرام فارغانو د دغه پروګرام د ترسره کولو له امله د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې اوس کولای شي په هغو برخو کې کار وکړي چې دوی په کې روزل شوي دي او له دې ادارې غواړي چې دغه شان پروګرامونه لا زیات او قوي کړي.

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې ویاند محمد عثمان الماس د انیس ورځپاڼې خبریال سره په خبرو کې وویل: د حرفوي زدکړو د تعلیم په برخه کې اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکي یو ځانګړی ریاست لري او دغه د تخنیکي او مسلکي زدکړې اداره د همدغه اهدافو په لړ کې راځي، نو بناً مونږه په ټولو ولایاتو کې د حرفوي زدکړو لړۍ لرو او البته ۱۸ رشتې په دغه برخه کې تدریسېږي، چې په هر انستیتیوت کې مونږه کولی شو، مونږه خپل پروګرامونه بودیجوي امکاناتو ته په پام کې نیولو سره ترسره کړو.

هغه زیاتوي، چې ددغه پروګرام لړۍ مو درې میشاتې مخکې پیل کړې وه، چې نن دوشنبه پای ته ورسېده.

نوموړی د دغې ادارې په اړه زیاتوي: دغه اداره یوازې د ازاد کاروبار لپاره او د بازار له غوښتنو سره سم کاري ځواک روزي، بناً مونږه مسوولیت عمدتاً دا دی چې محصیلین، ځوانان او لویان ومنو او دوی په بېلابېلو برخو کې د کار بازار ته وروزو.

د يادونې وړ ده، چې حرفوي پروګرامونه د تخنيکي او مسلکي زدکړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې تر دې مهاله په سلګونو کسان له يادو پروګرامونو څخه فارغ او بازار کې په دندو بوخت دي.

 

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button