
روغتیا
کابل کې د ۴۰ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کېږي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر څه کم یوه کال کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳۹۲ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. د سوري زړه ناروغي په وروستیو کلونو کې په افغان ماشومانو کې ډېره شوې او په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې لسګونه ماشومان چې دا ناروغي یې لرله، د درملنې په هدف جرمني ته هم استول شوي دي.