ټولنه او کلتور

کابل کې د ۱۱ تاريخي ابدو د بيارغونې چارې پيل شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي ابدو د ساتنې او بيارغونې رياست، په کابل کې د ۱۱ تاريخي ابدو د بيارغونې د چارو له پيلېدو خبر ورکوي.د دې رياست رئيس محمد حسيب نسيمي وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې په ټول هيواد کې يې نږدې ۲۵ تاريخي ودانۍ بيارغولې دي.محمد حسيب نسيمي په دې هکله زياته کړه: ((کابو اويا سلنه بيارغول شوي او کابو ۱۱ تاريخي ابدې تر کار لاندې دي. لکه د کابل بالا حصار، مرادخانيو د مرادخانۍ په سيمه کې ځينې نورې تاريخي ابدې او د پخواني کابل پر رسټورانټ هم کار روان دی.))کابل ښار د چهلستون او دارالمان ماڼيو، بالاحصار کلا، توپ تپې او باغ بالا ماڼۍ په څېر ګڼې تاريخي ودانۍ لري. باغ بالا‌ماڼۍ د کابل يو له لرغونو ودانيو ده چې د امير عبدالرحمن خان له لوري د ۱۲۵۹ او ۱۲۸۰ هجري  کلونو ترمنځ جوړه شوې ده.د علومو اکاډمۍ د کوشانيانو د څېړنو نړيوال د مرکز مسئولين بيا وايي، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د دغو تاريخي ابدو له بيارغولو وروسته هڅه وکړي ،چې په يونسکو کې يې ثبت کړي.د علومو اکاډمۍ د کوشانيانو د څېړنو د نړيوال مرکز رئيس طاهر خان فيضي وايي: ((ځينې ابدې چې په لومړيتوب کې دي، چې له هنري او تاريخي پلوه ښه ارزښت لري، کولای شي چې دا د يونسکو اداره کې نړيوال ميراث ته نوماند کړي.))د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي بيا د لرغونو ودانيو له بيارغولو خوښي څرګندوي ، خو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارته غواړي ،چې د لرغونو ودانيو د لا ښه پېژندلو په موخه دې د دغو تاريخي ابدو دروازې د ټولو هيوادوالو پر مخ پرانېزي.

د کابل اوسېدونکي همايون وويل: (( هغه کسان چې ځي او ليدنه کوي، د هغوی پر مخ دې پرانيستل شي، ترڅو ټول زموږ هيواد او زموږ تاريخ وپېژني چې په تېر کې څه وو او خلک د تېر په هکله معلومات پيدا کړي.))د کابل بل اوسېدنکی علي هم وايي: (( بايد دا امکان وي چې موږ ولاړ شو او له هغه ځايه ليدنه وکړو. هغه کسان چې له بهره راځي، امکان يې وي ،چې ولاړ شي او ليدنه يې وکړي.))د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د تاريخي ابدو د ساتنې او بيارغونې رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، تر دې دمه په کابل ښار کې ۱۹۷ لرغونې ابدې ثبت شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button