
ټولنه او کلتور
کابل کې د یوې رغنیزې پروژې چارې بشپړ شوې
د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند درېیم ګذر د هودخېلو په سیمه کې د څه باندې ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند درېیم ګذر د هودخېلو په سیمه کې د څه باندې ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د یادې پروژې د پرانیستلو پرمهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل چې د کوڅو جوړولو دغه پروژه په ټولیزه توګه ۱۵۷۲متره اوږدوالی او له ۲.۵ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژي خدمتونو ادارې په مرسته، د ۱۲.۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې یې چارې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې دي.
نوموړي همدرانګه د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د دغو کوڅو په ساتنه او له ژر ویجاړېدو څخه یې په مخنیوي کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.