اقتصادګزارش

کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړېږي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسئولين وايي ،چې د روان کال په اګسټ مياشت کې به د کار ملي کنفرانس جوړ کړي، تر څو په هيواد کې د بېکارۍ علتونه وڅېړل شي او په افغانستان کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسئولين وايي ،چې د روان کال په اګسټ مياشت کې به د کار ملي کنفرانس جوړ کړي، تر څو په هيواد کې د بېکارۍ علتونه وڅېړل شي او په افغانستان کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند سمېع الله ابراهيمي رسنيو ته ويلي: اسلامي امارت ژمن دی چې د بېکارۍ کچه راټيټه او هيوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.دی زياتوي، په ياد کنفرانس کې به د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي، پوهان، عالمان، د پوهنتون استادان او نور د نظر خاوندان ګډون وکړي ، چې د بې کارۍ علتونه څرګند او د حل لارې يې ولټول شي.نوموړي همدارنګه زياته کړې ، چې په دې بر خه کې د کار نړيوال سازمان هم له دوی سره همغږي لري او هڅه کوي چې د ياد سازمان پام جذب کړي، تر څو هيوادوالو ته مناسب کاري فرصتونه برابر کړي. (( په راتلونکي کې زموږ هڅه دا ده ،چې په هيواد کې د بې کارۍ د له منځه وړلو لپاره او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په هدف په ياد کنفرانس کې له عالمانو، پوهانو، د قلم له خاوندانو او د خصوصي سکتور  له استازو نظرونه او وړاندېزونه واخلو، تر څو په کور دننه کاري فرصتونه زيات شي.))د اقتصادي چارو شنونکي هم د ياد کنفرانس د جوړېدو هرکلي کوي او د کار له نړيوال سازمان او پرمختللو هيوادونو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او په کور دننه ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.د اقتصادي چارو شنونکي ماهر صادق هم ياد اقدام نېک ګڼي او وايي ، چې نړيوال بايد په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

ده زياته کړې، چې اسلامي امارت بايد په کور دننه داخلي شرکتونو او انجوګانو ته وخت ورکړي او دوی ته سب سايډي ورکړي ،چې کوچنۍ او لويې پروژې عملي کړي او ځوانانو ته دندې پيدا کړي.

 (( اسلامي امارت نه شي کولی چې د بې کارۍ ستونزه چې افغانان ورسره مخ دي، په يوازې ډول حل کړي، بلکي په کار ده ،چې په دې برخه کې نړيوال سازمانونه او په ځانګړي ډول د کار نړيوال سازمان له افغان حکومت سره همکاري وکړي، تر څو په افغانستان کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.))

د اقتصادي چارو بل شنونکي نازک مير زيارمل بيا وايي، کنفرانسونه يوازې د ستونزو د حل لاره سنجوي، خو د ستونزې د لرې کولو لپاره په کار ده ، چې په دې برخه کې عملي ګام پورته شي.

 (( که په کور دننه د کار زمينه پيدا کېږي، پرته له شکه چې د تېښتې مخنيوي هم کېږي او د لوږې کچه هم ورسره کمېږي. په دې سره به د بې کارۍ کچه هم راټيټه شي، خو که عملي کارونه ونه شي، يوازې کنفرانس نه شي کولی چې ياده ستونزه حل کړي.))د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي ،چې د ۱۴۰۲ کال له پيل راهيسي يې تر اوسه څه باندې ۱۱۰ زره کسانو ته د کار جوازونه ويشلي دي.          اسلام الدين احمدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button