ټولنه او کلتور

کابل کې د پاسپورټ رياست د درېو څانګو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

‌د پاسپورټ رياست  وړمه ورځ په خبرپاڼه کې ويلي، کابل کې د پاسپورټ لوی رياست په اډانه کې، د جوړېدونکو ۳ څانګو تخنيکي او اداري چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به د مراجعينو پرمخ خپل خدمتونه پيل کړيد .

‌د پاسپورټ رياست  وړمه ورځ په خبرپاڼه کې ويلي، کابل کې د پاسپورټ لوی رياست په اډانه کې، د جوړېدونکو ۳ څانګو تخنيکي او اداري چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به د مراجعينو پرمخ خپل خدمتونه پيل کړيد .پاسپورټ رياست ويلي، کابل کې د پاسپورټونو د نويو څانګو د جوړېدو موخه د پاسپورټ د وېش په بهير کې د آسانتياوو رامنځته کول دي، چې د دغو نويو څانګو په خلاصېدو سره به د هېوادوالو غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي او د پاسپورټ غوښتونکو لپاره به د اسانتياوو تر څنګ د دوی چارې لا نورې هم ورسره ګړندۍ شي.د چارواکو په خبره، په يادو څانګو کې ټولې لازمې اسانتياوې لکه، انتظار ځايونه، جوماتونه او د مېرمنو لپاره جلا کاري څانګې په پام کې نيول شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې دا مهال کابل کې د پاسپورټ رياست کې سخته ګڼه ګوڼه ده او حتی تر دې چې خلک د يو پاسپورټ اخيستو ته تر يونيم کاله انتظار باسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button