ټولنه او کلتور

کابل کې د سړک جوړولو ۴ پروژې پرانيستل شوې

58 / 100

 د اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښين په داسې حال کې چې د کابل والي او ښاروال او د اسلامي امارت يو شمېر مسئولينو هم حضور درلود، له قلعه زمان خان سړک څخه تر کابل – جلال اباد لويې لارې او د قلعه شانان سړک پل سره تر نښلولو پورې د قلعه شانان سړک، له محبس څلورلارې تر سليم کاروان پورې د سړک او د کابل ښار تر حلقوي سړک پورې د ملالۍ څلورلارې د جنوبي سړک جوړولو د عملي چارو پرانيسته وکړه. د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: قلعه شانان سړک له قلعه زمان خان سړک څخه د کابل – جلال اباد له لويې لارې سره نښلول کېږي ،چې اوږدوالی يې ۲۱۰۳ متره او عرض يې دېرش متره دی، چې چارې به يې د ۹۸ ميليونو افغانيو په لګښت په يوه کال کې بشپړې شي. مولوي عبدالسلام حنفي وويل: په دې ساحه کې به شپېته متره اوږد او له اتلسو مترو څخه زيات عرض لرونکي د قلعه شانان سړک پل هم د ۹۵ ميليونو افغانيو په ارزښت جوړ شي، چې په کې به يو آبي کانال هم وي او دا به په حقيقت کې د هيواد د ابادۍ يوه لويه پروژه وي. د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه: د کابل ښار د دولسمې ناحيې سړک به له محبس څلورلارې څخه تر سليم کاروان پورې د دوه زره او نهو مترو په اوږدوالي او له دېرشو مترو څخه د زيات عرض په لرلو سره د ۱۰۸ ميليونو افغانيو په ارزښت د کابل ښاروالۍ د انجنيرانو او منسوبينو له لوري په پاخه او اساسي ډول په يوه کال کې جوړ شي. ورپسې مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار په شلمې او دويمې ناحيې کې واقع حلقوي سړک پورې د ملالۍ څلورلارې سويلي سړک د پرانيستې پر مهال وويل: دا د کابل ښاروالۍ څلورمه پروژه ده چې اوږدوالي يې يو زر او درې سوه او پنځه ويشت متره او عرض يې پنځه څلوېښت متره دی او څه باندې ۸۸ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې وشي او دغه پروژه به هم د يو کال په جريان کې بشپړه شي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال دې ته په اشارې چې دغه پروژې به د ۳۹۰ ميليونو افغانيو په مجموعي لګښت جوړې شي وويل : د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د کابل ښار د يادو ناحيو د اوسېدونکو ډېرې ترانسپورتې ستونزې رفع شي. نوموړي همداراز وويل: اسلامي امارت هوډمن دي چې د ټولو انکشافي پروژو چارې بشپړې کړي او له دې اړخه د هيوادوالو ستونزې حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button