اقتصاد

کابل ښار کې د ښاري موټرو کرایې ټيټې شوې دي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په ښارونو کې د تګ راتګ لپاره د موټرو کرایې د تېلو د بیو په کښمت سره ټیټې شوې دي. یاد  وزارت زیاتوي، چې د ښاري موټرو د کرایو نرخونو د کنټرول په موخه یې لایحه ترتیب او د پلي کولو لپاره یې په ښارونو کې په موټر چلوونکو ویشلې دي. د مسولینو په وینا؛ د موټر چلونکو د سرغړونې د مخنوي او د لایحې د ښه د تطبیق په موخه یې د موټرو په تم ځایونو کې ځانګړي کسان ګومارلي دي. له بل لوري کابل ښاریان د ترانسپورت وزارت له لوري د نرخونو د کنټرول له امله خوښي څرګندوي، خو یو شمیر بیا ځینې موټر چلونکي د یادې لایحې څخه په سرغړونه تورنوي او وايي، چې په خپل سر له خلکو لوړې کرایې اخلي. له دې وړاندې د تېلو او ګازو بیې په بې ساري توګه لوړې شوې وې او په ښارونو کې د موټرو کرایې هم پورته شوې وې، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button