سیاست او دولت

کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزې د حل هڅې پيل شوې

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پرون د کابل چهاردهي سيمې له يو شمېر مخورو او ديني عالمانو سره په کتنه کې د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پرون د کابل چهاردهي سيمې له يو شمېر مخورو او ديني عالمانو سره په کتنه کې د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.

په دې کتنه کې يادو قومي مشرانو او عالمانو اوسني امن او ثبات د هيواد د پرمختګ او بيارغونې لپاره ښه فرصت وباله او په چهاردهي سيمه کې يې د کابل ماستر پلان مطابق د پراختيايي چارو د پيل غوښتنه وکړه .هغوی دغه راز، د لوړو زده کړو لپاره د دارالعلوم، د سړکونو د پراختيا او د يو شمېر نورو ستونزو د حل وړاندېزونه وکړل او په وينا يې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او د دې ستونزو د حل په موخه له اسلامي امارت څخه د شاه توت بند د جوړېدو غوښتنه کوي چې په رغېدو سره به يې د کابل نورو سيمو ته هم ګټه ورسېږي.

ورته مهال د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د کابل چهاردهي سيمې مخورو او عالمانو ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل ،چې اسلامي امارت د ولسونو اړتياوو ته بشپړه توجه لري او په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې د حل لپاره هڅې پيل شوې دي.

د نوموړي په وينا: اسلامي امارت هڅه کوي د کابل د اوبو د سرچينو مديريت او رغونه د ملي بوديجې پر مټ ترسره کړي او په دې برخه کې له مرستندويو بنسټونو او همکارو هيوادونو څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.سياسي مرستيال همدارنګه د کابل چهاردهي سيمې اوسېدونکو ته د هغوي پر وړاندېزونو د غور ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button