
کابل ښاريان د برښنا پرچاوۍ له زياتېدو شکايت کوي
يو شمېر کابل ښاريان له څو ورځو راپه دېخوا د برېښنا د دوامدارې پرچاوۍ شکايت کوي او په شپو او ورځو يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، د کابل ښار اوسېدونکی حکمت الله وايي : په اوسني ژمي کې د برېښنا پرله پسې پرچاوۍ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ يو. له يوې خوا د ژمي موسم دی هوا ډېره يخه ده ، مجبور يوو دکوټو تودولو لپاره له برېښنايي بخارۍ ګټه واخلو، له حکومته غواړو يادې ستونزې ته پاملرنه وکړي. د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد جواد وايي : په دې وروستيو کې د برېښنا په نه شتون کې د څښلو پاکې اوبه نه لرو او له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي يوو، ځکه د ژوند ټولې لارې چارې په برېښنا پورې ولاړې دي، که برېښنا وي، ورځنۍ چارې مو عادي او که له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږو.
د کابل برېښنا شرکت رئيس مولوي حکمت الله اخند زاده يادې ستونزې مني او وايي چې د برېښنا پرچاوي له ازبيکستانه د تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې،چې لامل يې په دغه هيواد کې د ګازو توليد او سون توکو کمښت يادوي . دی وايي چې د برېښنا رياست رهبري په دې کار کوي ترڅو کابل ښاريانو ته په وخت برېښنا ورسوي او د برېښنا پرچاوۍ ستونزه يې حل کړي.دغه راز له ازبيکستان سره د يو کال لپاره د برېښنا تړون تمديد شوی او د کابل ښار په ګډون به يو شمېر ولايتونو ته په ټاکلي وخت برېښنا ورسوو او خلک به ګټه ترې پورته کړي.
همدارنګه برېښنا رياست رهبري په دې هڅه کې دی چې هر څومره ژر کېږي يادې ستونزې ته حللارې ولټوي، د برېښنا پرچاوي ستونزه له کلونو را پديخوا موجوده ده. په افغانستان کې د برېښنا د توليد لپاره مناسب سيندونه موجود دي چې د برېښنا توليد او ظرفيتونه لوړولای شي. که په دې سيندونو کار وشي افغانستان به د برېښنايي توليد له اړخه په ستر توليدوونکي او صادروونکي هيواد بدل شي او نورو هيوادونو ته به کافي برېښنا ورسولی شي،خو اوس هم ناوخته نه ده که له خپلو اوبو او سيندونو ښه ګټه پورته کړو، د برېښنا توليدي فابريکې پرې جوړې شي،هيواد او خلک به مو له يوې خوا د پرديو له احتياجه خلاص شي له بل لوري به د اړتيا وړ برېښنا په واک کې ولرو. ذبيح الله – نوري